پاکستان د افغان کډوالو پاتې کېدو نېټه درې میاشتې وغځوله

د انځور حقوق AFP

پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده چې د روان میلادي کال د ډسمبر په ۳۱ پایته رسېده، ددې هېواد لومړي وزیر لخوا درې میاشتې غځول شوې ده.

محمد نواز شریف ویلي چې د افغانستان کډوال د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ترپایه پاتې کېدلی شي.

نوموړي، دا پرېکړه د پاکستان د کابینې په غونډه کې کړې، او د سرحدونو وزیر عبدالقادر بلوچ ته يې امر کړی، چې په دې لړ کې دې د افغان کډوالو د مشرانو ترڅنګ له ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو سره هم سلا مشورې وکړي.

پاکستان کې مېشتو کډوالو تردې وړاندې له حکومت نه د مودې غځولو غوښتنه هم کړې وه. د پاکستان له نوې پرېکړې یوازې هغه افغان کډوال برخمن کېږي چې هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) سره راجسټر دي.

تراوسه د هغو کډوالو په اړه څه نه دي ویل شوي چې د اوسېدو کارټونه نه لري. د یو ان اېچ سي آر د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال په پاکستان کې ۱،۵ میلیونه راجستر شوي او همدومره ناراجستر کډوال لري.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ په دې وروستیو کې پر سرحدي مسئلو تر شخړو وروسته پاکستان کې کډوال ددغه هېواد د پولیسو لخوا د ځورونې زیاتوالي خبره کوي. په دې لړ کې ډېر شمېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د رسمي سرچینو په وینا دا بهیر ډېر توند شوی.

خو د پاکستان لومړي وزیر ویلي؛ د افغانستان خلک ددوی ورونه او مېلمانه دي او څوک به پرېنږدي چې هغوی د پاکستان په خاوره کې وځوروي.

Image caption د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو میاشتو ترېنګلتیا سره هم مهاله افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شوی

ښاغلي شریف ویلي، دا کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، چې د پولې د دواړو غاړو د وګړو "په نېتونو کې کوم منفی فرق رانشي".

ورته مطالب