دولت او حزب اسلامي د سولې هوکړې ته نژدې شول

د انځور حقوق AFP
Image caption ګلبدین حکمتیار د طالبانو رژیم تر ړنګېدو وروسته په پټه ژوند کوي

د افغانستان دولت او د حزب اسلامي استازو ویلي، د ملي یووالي حکومت مشران او ددې ګوند مرکچیان د سولې هوکړې په برخه کې د وروستي سند لاسلیک ته نژدې شوې دي.

د سولې په خبرو کې د حزب اسلامي استازي محمد امین کریم د دې هوکړې په تړاو بي بي سي ته وویل، د دواړو لوریو د حزب اسلامي استازو او ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې توافق لیک وروستی شوی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا د غویي په ۳۰مه د افغانستان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافق ليک مسودې وروستۍ کېدو خبره وکړه او هغه یې ددغه ګوند استازو ته وسپاره ترڅو خپل مشر ګلبدین حکمتیار ته یې واستوي.

حکومتي چارواکو ویلي و، د حکمتیار تر تایید وروسته به دواړه لوري موافقه لیک لاسلیک کړي.

ښاغلی کریم وایي، سولې ته د رسېدو پروړاندې ټول خنډونه له مخې پورته شوې دي او دا سند اوسمهال د "بیاځلې لیکل کېدو" په حال کې دی.

ښاغلي امین وویل، اوسمهال د حزب اسلامي استازي د دولت په تمه دي.

هغه زیاته کړه، هڅه شوې چې د توافق لیک له ځینو مادو د ناسم تعبیر ونشي. د توافق لیک متن داسې برابر شوی چې په راتلونکي کې څرګندتیا ولري.

Image caption محمد امین کریم د سولې خبرو کې د حزب اسلامي پلاوي غړی دی

د هغه په وینا، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش په تړاو د حزب اسلامي څرګند دریځ یو له دې مواردو و چې د افغانستان د ولسمشر او د حزب اسلامي د مشر په لومړۍ کتنه کې به پرې خبرې وشي.

ښاغلي کریم، د ګلبدین حکمتیار د راتګ د وخت په اړه وویل، هرکله چې د هغه د راتګ لپاره عملي ګامونه پورته شي، ښاغلی حکمتیار به کابل ته راشي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل، د سولې توافق لیک متن په مطلق ډول نهایي شوی نه دی، خو د نهایي کېدو په حال کې دی.

هغه ټینګار وکړ چې دواړوه لوري تراوسه هېڅکله هم د پرمختګ دې پړاو ته نه و رسېدلي.

د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالتونو له تور لیست نه ددې ګوند د مشر او غړو ویستل، پر دې ګوند د تعذیراتو لرې کېدل، قضایي خوندیتوب (له عبدي حقونو په استثنا)، د قانون په چوکاټ کې د حزب اسلامي د بندیانو بښل، د دې ګوند د کډوالو ځای پر ځای کېدل، په دولت کې په شرایطو د برابرو کسانو جذبول او په ملي مسایلو کې له ښاغلي حکمتیار سره مشوره د سولې په دغه توافق لیک کې د افغانستان دولت له ژمنو دي چې حزب اسلامي سره یې کړې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د حزب اسلامي استازي ډېر ځله کابل ته راغلي و او له دولت سره یې خبرې کړې وې، خو کومې پایلې یې نه درلودې.

حزب اسلامي د افغانستان دولت له مخالفو وسله والو ډلو ده، خو د طالبانو په پرتله محدود فعالیت لري. ددې ګوند ډېر غړي له دولت سره یوځای شوي او په سیاسي برخه کې فعال دي او لوړې دولتي څوکۍ هم لري.

دې ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د قطب الدین هلال ملاتړ وکړ. ښاغلي هلال د ټاکنو په دویم پړاو کې د محمد اشرف غني ملاتړ وکړ.

ورته مطالب