کابل پولیس:‌ د "شهید ورځې" لمانځلو په ورځ وېره خپروونکي نیول کېږي

د انځور حقوق Police HQ

د کابل د پولیسو قومندان وایي؛ هغه کسان نیول کېږي چې د سنبلې/وږي په ۱۸ مه د "شهید ورځې" پرمهال د موټرو په کاروانونو کې ګرځېدل او په ډزو او چړو ګرځولو سره یې د خلکو ترمنځ وېره خپره کړه.

عبدالرحمن رحیمي نن یکشنبه (وږي ۲۱مه) په یوه خبري ناسته کې په کابل کې وویل، که څه دې کسانو د پېژندل کېدو له وېرې د خپلو موټرو نمبر پلېټونه د شهیدانو په عکسونو پټ کړي و، خو په ښار کې د امنیتي کامرو په وسیله د ثبتو شویو فلمونو له مخې به وپېژندل شي او نیول شي.

تېره پنجشنبه (وږي ۱۸مه) د طالبانو پروړاندې د افغانستان د شمال ایتلاف پخواني قومندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو تلین و. په دغه ورځ د هغه سلګونه پلویان سړکونو ته راووتل او ځینو یې هوایي ډزې وکړې. دغو کسانو افغانستان کې د مجاهدینو د واکمنۍ بیرغ ځان لېږدوه او پر خپلو موټرو یې د احمد شاه مسعود انځورونه لګولي و.

وړاندې "د کابل ګارنیزون" چې د کابل ښار د امنیت مسوولیت لري، ویلي و چې په دغه ورځ به چاته له وسلې سره د ګرځېدو اجازه ورنکړي.

د کابل پولیس اوس وایي چې ددغو کسانو د تګ راتګ مخنیوي توان یې درلود، خو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یې دا کار ونه کړ.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، کوم ځوانان چې په هغه ورځ وسلو سره احساساتي سړکونو ته راوتلي، د هغوی د مخنیوي لپاره هرډول چلند کولی شول دروند ځاني زیان واړوي.

د هغه په وینا، څېړنې روانې دي ترڅو ددغو کسانو اصلي پاروونکي چې د خپلو شخصي او سیاسي اهدافو لپاره یې له هغوی ګټه پورته کړه، څرګند شي.

د هغه په وینا، تېر کال هم د وږي په ۱۸ مه د وېرې او وحشت رامنځته کولو په تور ۲۷ کسان نیول شوي و.

د کابل د پولیسو قومندان همداراز ددغو فعالیتونو د نه مخنیوي له امله د کابل له اوسېدونکو بخښنه وغوښته.

ورته مطالب