افغانستان مرکزي اسیا ته د پاکستاني ګاډو نه پرېښودو ګواښ کړی

د انځور حقوق Matiullah Achakzai
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېواد یې نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی

افغان حکومت ګواښ کړی چې که پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې افغانانو ته ستونزې رامنځته کوي، افغان حکومت به هم اړ شي، چې په راتلونکي کې له خپلې خاورې مرکزي اسیا ته د پاکستاني باروړونکو موټرو تېرېدو ته اجازه ور نه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په دې اړه ځکه فکر ته اړ شوي چې پاکستان اجازه ور نه کړه د افغانستان سوداګریز توکي په ځانګړې توګه مېوې د پاکستان د واګه بندر له لارې بهر ته صادرې شي.

ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې نور په وچه کې ایسار نه دی او اوس د خپلو سوداګریزو توګو د لېږد رالېږد لپاره څو ترانزیتي لارې لري.

د انځور حقوق PTI
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په دې اړه ځکه فکر ته اړ شوي چې پاکستان اجازه ور نه کړه د افغانستان سوداګریز توکي په ځانګړې توګه مېوې د پاکستان د واګه بندر له لارې بهر ته صادرې شي.

له پاکستان نه د ترانزیت په برخه کې د افغان سوداګرو له پرلپسې شکایتونو وروسته د افغانستان حکومت د ورته ګام پورته کولو ګواښ کړی دی او وایي که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې پیدا کوي، افغانستان کولای شي چې پر ټولو هغو پاکستاني لاریو بندیز ولګولی چې د افغانستان له لارې منځنې آسیا ته سوداګیزو توکې لېږدوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي اوین جینکینس سره په لیدنه کې وویل، پاکستان د افغانستان د سوداګرو پرمخ د واګه بندر وتاړه، ځکه کابل هم ښایي اجازه ورنه کړي چې پر پاکستاني توکو بار موټر ددوی له خاورې منځني اسیا ته لاړ شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د وصل په یوې نقطې بدل کړي. دا همکاري تر اوسه هم له نورو هېوادونو سره روانه ده، د پاکستان حکومت په دې برخه همکاري نه ده کړې.

له بده مرغه پاکستانیانو واګه بندر د افغانانو پر مخ تړلی او افغان سوداګزو ته یې اجازه ور نه کړه چې د دې بندر له لارې خپل توکي ولېږدوي.''

ښاغلی مرتضوي وايی، پاکستان په افغانستان کې د میوو د حاصلاتو پر مهال خپلې پولې وتړلې چې ورسره ددې هېواد سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

د انځور حقوق AFP
Image caption مرتضوي وايي په راتلوونکې اونۍ کې به ولسمشر محمداشرف غني د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ هندوستان ته سفر وکړي

هغه وویل، 'د پاکستان تردې ګام وروسته ولسمشر غني له هند سره خبرې وکړي او ډيلي هم هوکړه وکړه چې له دې وروسته به د افغانستان میوې له مالیې پرته دغه هېواد ته صادرې شي.'

د افغانستان بازار ترډېره پر پاکستاني توکو تکیه دی، خو د ولسمشر مرستیال ویاند وايي وروسته له هغه چې پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې پېښول پیل کړل، دوی د بدیلې لارې د پیدا کولو په هڅه کې شول.

''افغانستان له هغه وروسته چې پاکستان د ترانزیت په برخه کې ستونزې ور ته پیدا کړي پر بدیلو لارې فکر کړی . مثلاً د اوړو په برخه کې اوس افغانستان یوازې د پاکستان بازار ته اړ نه دی بلکې د منځنې اسیا په هېوادونو کې یې خپل ځان ته بازارونه لټولې دي، مثلاً لکه قزاقستان او هند سره او مهمه خبره دا ده چې نور موږ په وچه کې ایسار هېواد نه یو، اوس ډېر بندرونه او لارې زموږ پر مخ پرانیستې دي او کولای شو چې په لږ لګښت، لږ وخت او لنډ واټن سره سوداګیزو توکي صادر او وارد کړو.''

ښاغلی مرتضوي زیاتوي چې په راتلوونکې اونۍ کې به ولسمشر محمداشرف غني د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ هندوستان ته سفر وکړي. په دې سفر کې به له افغانستان سره د هند پر راتلونکو اقتصادي او پوځي مرستو خبرې وشي.

ورته مطالب