''افغانستان کې ۲۰۱۶ کال کې زرګونو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې''

د انځور حقوق Getty
Image caption ۱۶ کلنه افشان د کورني تاوتریخوالي له کبله د ځان وژنې هڅه کړې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې هېواد کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ځانوژنې هڅې پېښې خورا ډېرې شوې دي او په روان کې دا شمېره نژدې ۱۰ زرو ته رسېدلې ده.

ددې وزارت په وینا، ډېری هغه کسان چې غواړي ځانونه ووژنې 'مېرمنې' دي.

د نړۍ روغتیا سازمان د شميرو له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځانونه وژني چې دغه حساب سره د نړۍ په لر او بر کې له هرو ۴۰ ثانیو وروسته یو کس خپل ژوند پایته رسوي.

ددغه سازمان په وینا، یوازې د لوړ اقتصاد لرونکو هېوادونو خلک ځانوژنه نه کوي، بلکې دا یوه نړیواله پدیده ده چې د نړۍ هرګوټ کې رامنځته کېږي. ۷۵ سلنه ځانوژونکي د کم عاید لرونکي او منځني عاید لرونکي هېوادونو خلک دي.

چارواکي وايي، د هغو کسانو شمېر چې د ځانوژنې هڅه کوي له دغو شمېرو هم ۴۰ برابره ډېر دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ۲۵ کلنې دلبر د کابل روغتون کې درملنه وشوه

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، د دغې خواشینونکې پدیدې ډېرېدو معانا دا ده چې خورا ډېر خلک داسې شته، چې یا خپله یا د کوم بل نژدې کس دغه ترخه تجربه یې لیدلې یا یې خپله تجربه کړې.

دغه پېښې په داسې حال کې ډېرې شوي، چې د ځانوژنې مخنیوی کېدای شي.

نن د سپتمبر ۱۰مه د ځانوژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده. اړیکه، تفاهم او پاملرنه د ۲۰۱۶ کال د ځانوژنې مخنیوي نړیوالې ورځې لپاره سرلیک ټاکل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې ۱۲۰۵ کسانو د ځان وژلو هڅه کړې وه، چې په وینا یې اوس څلور کاله وروسته دا شمېره ۱۰ زره کسانو ته نژدې شوې ده.

د ځان وژنې پېښې

۱۰ زره

روان کال په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ځان وژنې د هڅو ۱۰ زره پېښې ثبت شوي

۸۰۰ زره

هر کال په ټوله نړۍ کې د ځان وژني ۸۰۰ زره پېښې کېږي

  • :ښځې د عامې روغتیا وزارت وايي ډېری هغه کسان چې ځانونه وژني ښځې دي.

  • ۲۰۱۲ کال کې ۱۲۰۵ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې وه.

  • هرات په تیرو شپږو میاشتو کې یوازې په هرات کې د ځان وژنې شاوخوا ۵۰۰ پېښی ثبت شوي.

رپوټونه وايي، هغه افغانان چې ځانونه وژني او یا د ځانوژنې هڅه کوي تر ۹۰ سلنه ډېرې یې مېرمنې دي او معمولاً د دغو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۲۹ کلونو تر منځ وي.

د روان لمریز کال په تیرو شپږو میاشتو کې یوازې په هرات کې د ځان وژنې څه باندې ۵۰۰ پېښی په روغتونونو کې ثبت شوې دي.

د هرات د روغتون چارواکي وایي چې شاوخوا شل تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور یې له مرګه ژغورل شوي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د روان لمریز کال په تیرو شپږو میاشتو کې یوازې په هرات کې د ځان وژنې څه باندې ۵۰۰ پېښی په روغتونونو کې ثبت شوې دي

د هرات حوزوي روغتون وایي تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه ولایت کې د ځان وژنې څه باندې ۴۰۰ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال په څه کم شپږو میاشتو کې تر ۵۰۰ د ځان وژنې ډېرې هڅې شوې دي.

له ځان وژنې وړاندې نښې نښانې؟

د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتی څانګې مشر رفیق شیرزی وايي:

''موږ په روان کال کې تراوسه څه باندې ۵۰۰ د ځان وژنې پېښې ثبت کړې چې ۸۰ سلنه یې ښځې او پاتې نارینه دي. دوی د مسمومونکو موادو لکه تیزاب، وایټیکس، هغه دارو چی د وترنری او زراعت کې مصرفیږي او هغو درملو په وسیله چی په روغتونونو کې شته او پلورل کېږي، د ځان وژنې هڅه کړې او د ناروغۍ یا مسمومیت په مختلفو درجاتو روغتون ته لېږدول شوي دي.''

د هرات روغتون عقلي او عصبي څانګې ته هغه ناروغان ورلېږل کېږی چې د ځان وژنې هڅه یې کړې وي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ۱۸ کلنې زرغونې په ۲۰۱۲ کال کې د ځانوژنې هڅه کړې وه.

دوی هغو کسانو ته چی د یوې روحي ناروغی له کبله یې د ځان وژنې اقدام کړی وي درمل ورکوي او هغو کسانو ته چې ناروغي نه لري، خو د فشارونو او تاوتریخوالو له کبله دې اقدام ته هڅول شوي بیا مشورې ورکوي.

د هرات د متخصصانو د شورا مشر محمد رفیق شهیر وایي، دا بیوزلي او بې روزګاري ده چې دا ډول تولنیزی ستونزی زېږوی.

ښاغلی شهیر وایی:

''ځوانان چې د ستونزو سره مخامخ کېږی، زغملی یې نه شي. مشکلات هم ډېر دي. افغانستان کې دا ۴۰ کاله کېږي چې جګړه ده. وزګاري ده، اقتصادي ستونزې دي، پلار یې وزګار دی، د خوراک څه نه لري. ټلویزیونونه هم ګوري، د نورو خلکو ژوند ګوري خامخا دا پرې اغېز کوي.''

ویدا یوه هغه افغانه ده، چې د ماشومتوب پر مهال یې پلار یې ومړ، هغه وايي ورونو یې دا او مور ډیرې کړولي دي.

Image caption "هرڅوک چې ما ګوري فکر کوي خوشحاله یم، خو د زړه له درده مې هېڅوک خبر نه دي. خپلو هیلو ته ونه رسېدم، هغسې مې چې غوښتل ژوند مې ونشوای کړی. د ژوند راسره هېڅ جوړه نه ده"

دا وايي، له نهم ټولګې وروسته ښوونځې ته نه ده پریښول شوې، د جامو له انتخابه نیولې تر سینګاره چا د خپل خوښې ته نه ده پریښول شوې او وايي دا هغه څه دي، چې دا یې له ژوند کولو زړه تورې کړې وه او د ځان وژنې ناکامه هڅه یې کړې.

"کله مخې چې ډېر عصاب خراب شي هېچا سره بدي نشم کولی، خپل لاسونه پرې کوم، سوځوم یې. هرڅوک چې ما ګوري فکر کوي خوشحاله یم، خو د زړه له درده مې هېڅوک خبر نه دي. خپلو هیلو ته ونه رسېدم، هغسې مې چې غوښتل ژوند مې ونشوای کړی. د ژوند راسره هېڅ جوړه نه ده. غوښتل مې درس ووایم د نورو نجونو په څېر واوسم، غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم، پوهنتون ته لېواله وم، غوښتل مې حقوق ولولم، خو له ټولو کارونو پاتې شوم."

افغانه ټولنه کې ځان وژنې ته په بده سترګه کتل کېږي او خلک په دې باور دي هغه څوک چې ځان وژني خدای یې هېڅ کله هم نه بښي. خو سره له دې هم دغه ډول پېښې رامنځته کېږي او چارواکي وايي دغه پېښې مخ په ډېرېدو دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزات د ځان وژلو د پيښو ډیریدو لامل بیلابیل تولڼیز بدلونونه او ناخوالې بولي.

د ټولنیزو چارو ګڼ ماهرین په دې اند دي، چې له ښځو سره د زور زیاتې پېښو لږوالی او دغه راز د عامه پوهاوي ډېرېدل د ځانوژنې پېښو کې د لږوالي لامل کېدای شي.

ورته مطالب