د نړۍ ډېرو برخو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لوی اختر په مناسبت د قربانۍ لپاره څاروي حلالیږي

د افغانستان په ګډون د نړۍ په لر او بر کې نن مسلمانان د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځي.

پرون مکې مکرمې ته څېرمه د عرفات پر غونډۍ کابو یو نیم میلیون حاجیان د مراسمو لپاره ور ټول شوي وو.

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ښارونو کې د اختر په درشل کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي دي.

له اختر نه مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلاستیکي وسلو او پټاکیو پېر او پلور او کارول ممنوع اعلان کړ.

افغانستان کې د اختر ورځو کې د دغو وسلو او پټاکیو کارول ډېرېږي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو ته دنده ورکړل شوې چې د پلاستیکي وسلو، پټاکیو او د ماشومانو د لوبو نورو هغو توکیو د پېر او پلور مخه ونیسي چې د خلکو د ځورونې او ان ټپي کېدو لامل کېږي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، په ځینو مواردو کې مجرمین له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کوي او امنیت ګډوډوي.

د لوی اختر په درشل کې د څارویو پلورونکو ویل، چې سږ کال یې بازار پیکه و.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لوی اختر کې د کانګو تبې په نامه د یو ډول ویروسي ناروغۍ د شونې خپرېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې له خلکو پاکوالي ته د ډېر پام غوښتنه کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption نژدې یو نیم میلیون مسلمان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي

د افغانستان روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې په لوی اختر کې د څارویو د حلالې په وخت مخنیوونکي تدابیر ونیسي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ ' د وږي ۱۷' رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اداره په افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغۍ له خپرېدلو وېریږي.

روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي: "دا ناروغي په لومړیو کې د شیني، د حلالې یا له هغه وروسته له ککړې وینې او د څاروي له وړیو یا وېښتانو سره د تماس له لارې لېږدول کیږي. په لوی اختر کې به ډېر خلک څاروي حلال کړي او وېره شته چې د دې ویروس د لېږد خطر زیات شي."

کانګو تبه وېروسي ناروعي ده، حشرې یا خځندې او څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.

کندهار کې ګڼه ګوڼه

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، کندهار ښار کې د پخوا پرتله ځکه د اختر په مناسبت ګڼه ګوڼه ډېره ده، چې له ګاونډیو ناامنه ولایتونو بې ځایه شوي کسان هم دلته اختر لمانځي او دغه راز له بلوچستان نه هم ګڼ شمېر کسان د اختر خوشحالیو کې د ګډون لپاره ځکه هلته تللي، چې پاکستان کې سبا د اختر لومړۍ ورځ ده.

کندهار کې سږ کال د قرباني څارویو حلالولو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی.

د انځور حقوق EPA

د نړۍ د نورو مسلمانانو تر څنګ دا ځل تر ۲۵ زرو ډېر افغانان د حج د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

په تېرو څو کلونو کې افغان حاجيانو شکايت درلود چې الوتکې يې پر وخت نه وې، د اوسېدو ځای او روغتيايي خدمتونه يې هم ښه نه وو.

سږنی حج هم له ستونزو خالي نه دی، يوه افغان چې د حج د اداد کولو په موخه سعودي ته ورغلی، بي بي سي پښتو ته وويل، "مشکلات ډېر زيات دي، استازي هېڅ نه ښکاري او کوم چې راځي هغه په شخصي جامو کې وي چې له امله يې پېژندل ګران دي".

بل لور ته سعودي عربستان د حج په مناسبت په فارسي ژبه ټلویزیوني خپرونې پیل کړې دي. چارواکي وايي د دغه چینل خپرونې به د خلیجي هېوادونو په شمول په ایران او افغانستان کې لیدل کېږي.

پروسږ کال د حج مراسمو کې د ټیل ماټیل پر مهال ۲۴۲۶ حاجیان مړه شوي وو، چې په کې ۴۶۴ ایراني حاجیان هم شامل وو.

۱۰ کاله وروسته لومړی ځل داسې کېږي، چې ایراني حاجیان د حج مراسمو کې ګډون نه کوي. په یاد ټلویزیون کې ۶۰ کسان په دنده ګومارل شوي، چې د شنبې په ګهیځ یې خپرونې پیل شوې او د چهارشنبې په ورځ به د حج مراسمو تر پایه پورې روانې وي.

ورته مطالب