د کندهار پر میروس روغتون برید پای ته ورسېد

Image caption میرویس روغتون ته د کندهار او شاوخوا ولایتونو ناروغان او ټپیان وروړل کېږي

کندهار کې پر میرویس روغتون برید د دوو بریدګرو وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

ځايي چارواکي وايي برید کې د دواړو بریدګرو د وژل کېدو تر څنګ د ملي امنیت یو کارکونکی او د یوه ناروغ پایواز ټپیان شوي دي.

د کندهار د ولایتي ادارې ویاند صمیم خپلواک وایې، چې د برید کونکو هدف هغه چارواکي وو، چې معمولاً د اختر پر لومړۍ ورځ روغتون ته د ناروغانو د پوښتني لپاره ورځي.

Image caption میرویس روغتون ته د کندهار ګاونډي ولایتونو ناروغان هم راوړل کېږي

د نوموړي په وینا بریدګر د ناروغانو په پوښتنې ته د راتلونکو کسانو په ډله کې ننوتي وو.

د ملي امنیت کسانو لخوا چې روغتون ته د چارواکو له راتلو مخکې د امنیتي تدبیرونو لپاره ورغلي وو، دغه برید ګر وپېژندل شول.

میرویس روغتون ته هره ورځ د کندهار او شاوخوا ولایتونو ناروغان او د جګړو لسګونه ټپیان وروړل کېږي.

ورته مطالب