د افغانستان په نوم د بهرنیو زعفرانو پلور هرات کې تولیدوونکي اندېښمن کړي

Image caption زعفران چې د مختلفو داروګانو په جوړولو کې هم کارول کېږي د نړۍ تر ټولو قیمتي ګیاه ګڼل کېږي

د افغانستان زعفران تولیدونکو ټولنه وایي؛ په هرات کې بهرني بې کیفیته زعفران د افغانستان په نوم پېرل او پلورل کېږي او دې کار دوی سخت اندېښمن کړي دي.

ددغې ټولنې چارواکي وايي؛ دا ډول جعلکاري کولی شي په نورو هېوادونو کې د افغانستان د زعفرانو خرڅلاو پر بازار ناوړه اغېز وکړي.

د افغانستان زعفران تولیدونکو ټولنې مشر بشیر احمد رشیدي بي بي سي ته وویل؛ په دې ناقانونه سوداګرۍ کې یو شمېر کورني او بهرني اتباع لاس لري.

هغه وویل، "له شک پرته، رښتیا هم چې دا یوه جدي ستونزه ده. ځکه زعفران یو ارزښتناک بوټی دی او لوړ اقتصادي ارزښت لري. په هر کار کې سم او ناسم یا ناوړه سیالي شته، هېواد کې دننه ځینې کسان او د ګاونډیو هېوادونو ځینې وګړي ښایي په دې کې لاس ولري."

لویدیځ ولایت هرات په افغانستان کې د نورو ولایتونو په پرتله د زعفرانو د کښت او تولید له پلوه مخکې دي. ددغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې زعفران کرل کېږي او هر کال هم د هغو ځمکو ساحه پراخېږي، چې زعفران پکې کرل کېږي.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه نوم لري، څه موده وړاندې په بلجیم کې په یوه نندارتون کې د افغانستان زعفرانو ته د درې کلونو لپاره د ترټولو ښه او په نړۍ کې د لومړۍ درجې زعفرانو تصدیقنامه ورکړل شوه.

هرات کې د متخصصینو شورا مشر محمد رفیق شهیر وایي؛ پکار ده چې د افغانستان دولت د کورني زعفرانو د کیفیت ارزولو او تایید مرکز رامنځته کړي.

ښاغلي شهیز زیاته کړه: "موږ باید معیارونه رعایت کړو او یوه ټاکلې مرجع باید وي چې ددې توکو کیفیت کنټرول او هغه مهر کړی. په دې برخه کې موږ ستونزې لرو. ایا خپله تولیدي شرکتونه باید خپل توکي مهر کړي که یو دولتي لابراتوار یا نړیوال بنسټ هم پکې برخه لري؟ زموږ د معیار د تایید ټاپه باید اعتبار ولري او نړۍ ته باید د منلو وي."

د افغانستان دولت له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د کوکنارو د بدل په توګه د زعفرانو کښت په دې هېواد کې دود کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي؛ په پام کې ده چې ډېر ژر په هرات کې د زعفرانو د کیفیت یا څرنګوالي معلومولو لابراتوار رامنځته کړي.

اوسمهال په افغانستان کې د یو کیلو تولید شويو زعفرانو بیه د ۱۴۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ ده، خو تولیدات یې په بهر کې چندانې ښه بازار نه لري.

د کرنې وزیر وویل، د افغانستان د زعفرانو لپاره بهر کې د مارکیټ موندلو لپاره د کرنې وزارت هڅې روانې دي.

"موږ د پنځه کلن پروګرام یوه طرحه لرو چې له مخې یې باید د زعفران تولیدوونکو شرکتونو ظرفیت لوړ کړو ترڅو دوی وکولی شي اروپایي هېوادونو ته زعفران صادر کړي. زموږ د زعفرانو لپاره ترټولو ښه مارکیټ اروپایي هېوادونه دي."

Image caption د افغانستان دولت له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د کوکنارو د بدل په توګه د زعفرانو کښت په دې هېواد کې دود کړي

افغانستان تر دې وړاندې له چین سره یو تړون لاسلیک چې تولید کړي زعفران خپل دغه ګاونډي هېواد ته صادر کړي.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې هرات کې تېر کال نژدې ۴ ټنه زعفران تولید شوي و. چارواکي وايي، اټکل یې دا دی چې سږکال دغه ولایت کې د زعفرانو د تولید کچه تر شپږو ټنو کمه نه وي.

ورته مطالب