د ترینکوټ – کندهار لارې بندوالي په اړه ضد او نقیض راپورونه

د انځور حقوق AFP

د ارزګان اوسېدونکي وایي؛ په دې ولایت کې د جګړو له کمېدو سره، سره د ترینکوټ – کندهار لاره د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د خلکو ادعاوې ردوي او وایي، مخالفین کله ناکله پر دغې لارې بریدونه کوي، خو بشپړ کنټرول پرې نه لري.

نژدې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان امنیتي ځواکونه وتوانېدل د نړیوالو ځواکونو په هوایي ملاتړ د ارزګان پر مرکز ترینکوټ ښار د طالبانو بریدونه مهار کړي.

د سیمې د خلکو په وینا، اوس طالبانو د ښار په څنډو کې سنګر نیولی دی.

خلک همداراز ادعا کوي چې د ترینکوټ – کندهار پر لاره دولتي ځواکونو ته د وسلو او خوراکي توکو نه رسېدو له امله دغو سرتېرو خپلې پوستې پرېښې دي او عملا د لارې کنټرول د طالبانو په واک کې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونو د ترینکوټ – کندهار لارې د بشپړ خلاصون لپاره د اتل په نوم عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه، د شپې لخوا پردې لاره ځینې ستونزې وي، خو امنیتي ځواکونه ژمن دي چې دا لاره پرانستې وساتي.

ارزګان کې دولتي ځواکونو ته د تدارکاتو لاره هم همدا ده.

د سیمې خلک وایي، اوسمهال ټیلفوني اړیکې پرې شوې دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ملي دفاع وزارت وایي، په ترینکوټ ښار کې د ټېلفون دوه شبکې "روشن" او "افغان بیسیم" فعال دي.

د ارزګان دهراوود ولسوالۍ خلکو بي بي سي ته وویل، طالبان په دې ولایت کې د جګړې د روان ساتلو لپاره د سیمې له خلکو کسان خپلو لیکو ته غواړي او توانېدلي ځینې خلک د جګړې لومړۍ کرښې ته واستوي.

د دفاع وزارت د طالبانو لخوا خپلو لیکو ته د کسانو جذبولو هڅه تایید کړه او ویې ویل چې هغوی له "بېسواده" خلک او د هغوی د "تېر ایستلو" لله لارې پر دې کار بریالي کېږي.

ورته مطالب