افغانستان او هند: د بدې ورځې ملګري؟

د انځور حقوق .
Image caption د سپتمبر په ۱۴مه هند له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو نوره مرسته اعلان کړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر هند ته تللی. دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي او ټاکل شوې ده چې د اقتصادي اړیکو او مرستو ترڅنګ د ترهګرۍ ضد ګډ دریځ پر ګڼو نورو مسلو او خپلمنځي اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

د افغانستان روانې سیاسي او پوځي فضا ته په کتو سره، هند ته د افغان ولسمشر دا سفر څو ارزښتونه لري.

پوښتنه دا ده چې افغانستان له هنده څه غواړي او هند ولې له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته لېوال دی؟

نړیوال سیاستونه، سیمه ییز بدلونونه

په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان په پوځي، سیاسي او اقتصادي ډګر کې تر ټولو مهم رول د امریکا متحده ایالاتو لوبولی.

دا ویلای شو چې افغان دولت په کور د ننه تر ډېره په سیاسي چارو او پرېکړو کې خپلواکه پاتې شوی، خو یو شمېر ګاونډیان مجبور وو د افغانستان په اړه خپله پالیسي او سیاست په دې هېواد کې د امریکا شتون ته په کتو سره جوړ کړي.

بله خوا امریکا پخپله هم په تېرو ۱۵ کلونو کې نه غوښتل چې د سیمې ځیني هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې ډېره فعاله ونډه ولري.

Image caption امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې لپاره پر پاکستان تکیه کوله.

د هند په اړه دا خبره تر ډېره پر ځای ده.

په افغانستان کې د هند پخوانیو سفیرانو او هندي شنونکو راته خبرو کې بیا بیا ویلي چې واشنګټن نه غوښتل نوی ډيلی دې کابل ته ډېر ور نږدې شي. لامل یې ډېر روښانه و.

دا کار امریکا ته د پاکستان په خپګان تمامېده. امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې لپاره پر پاکستان تکیه کوله.

د واشنګټن لپاره دا مهمه نه وه چې د کابل او نوي ډیلي اړیکې څه ډول دي. مهم دا وه چې د پاکستان له ځمکنۍ لارې او هوایي حریمه ګټه واخلي او په افغانستان کې خپله جګړه تمویل کړي.

نو اوس څه بدل شوي؟

تر ټولو مهم بدلون دا دی چې امریکا له پوځي پلوه په افغانستان کې هغسې ښکېله نه ده لکه څو کاله پخوا.

واشنګټن غواړي د افغانستان له جګړې څخه خپله لمن راټوله کړي.

دا په دې مانا ده چې نور د پاکستان مرستې او ښه نیت ته هم ډېره اړتیا نه شته.

واشنګټن دا هم غواړي چې له افغانستان تر وتلو وروسته کومه لویه تشه پرېنږدي. د دې کار لپاره اړینه ده چې سیمه ییز هېوادونه وهڅوي تر څو په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي.

که څه هم په سیمه کې چین او روسیه لوی ځواکونه دي، خو په افغانستان کې د دوی ګټې او موخې ښایي د امریکا له ګټو سره برابرې نه وي.

ځکه نو، په اوسنیو حالاتو کې هند په افغانستان کې د امریکا لپاره تر ټولو ښه او بې تاوانه ملګری کېدای شي.

هند هم له خدایه همدا غوښتل چې په افغانستان کې د خپلو فعالایتونو لمن پراخه کړي. اوس د افغانانو کار دې چې له دې فرصته څه ډول ګټه پورته کوي.

افغانستان له هنده څه غواړي؟

افغانستان مرسته غواړي. خو مهم دا ده چې څه ډول مرسته. په دې کې شک نه شته چې افغان دولت د بهرنیو پر مالي مرستو تکیه کوي.

امریکا، جاپان، جرمني او بریتانیا هغه نور هېوادونه دي چې له افغانستان سره په خلاص مټ مالي مرسته کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کابل وسلې په کار دي. هم درنې او هم سپکې.

د سیمې په کچه تر ټولو ډېره مالي مرسته د هند لخوا کېږي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې نوې ډیلۍ کابل ته کابو دوه میلیارده ډالر مالي مرسته ورکړې. د ولسمشر غني په دې وروستي سفر کې یې د یو میلیارد امریکایي ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

خو افغانستان بله غوښتنه هم لري.

د کابل وسلې په کار دي. هم درنې او هم سپکې.

افغان دولت په جګړه بوخت دی. د ولس امنیت او د سیمو او ښارونو خوندي ساتل ورته تر ټولو لویه ننګونه ده.

امریکا او نورو هېوادونو له خپلو ټولو مالي مرستو سره سره افغانستان ته وسلې نه دي ورکړي. که یې ورکړي هم دي نو په ټیټه کچه دي او داسې دي چې د روانې جګړې د ګټلو یا درولو لپاره بسنه نه کوي.

هند یوازینی هېواد دې چې په دې برخه کې یې عملي مرستې ته لېوالتیا ښودلې. بلکې به ټیټه کچه یې هم یو څه مرسته کړې.

په دې وروستیو کې د هند لخوا د ایم ۲۵ جنګي چورلکو مرسته د پام وړ پرېکړه وه.

جګپوړو افغان چارواکو نوې ډيلۍ ته د خپلو پرله پسې سفرونو په ترڅ کې بیا بیا پر هندي حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره په خلاص مټ او په ډاډه زړه پوځي مرستې وکړي.

ولسمشر غني به هم په دې وروستي سفر کې یقیناً دا غوښتنه تکراروي.

د انځور حقوق AP
Image caption طبعا چې پاکستان د کابل او نوی ډیلي په نږدې کېدو اندېښمن دي.

طبعا چې پاکستان د کابل او نوی ډیلي په نږدې کېدو اندېښمن دي.

د افغانستان لپاره بل سرخوږي دا دی چې په تجارتي برخه کې د پاکستان پر لارو او بندرونو تر حده ډېره تکیه کوي.

اسلام اباد بیا بیا د کابل له دې احتیاجۍ سیاسي ګټه پورته کړې او د خپلو موخو لپاره یې پر افغان دولت فشار راوړی.

افغانستان د تجارت لپاره بدلې لارې لري. هم ځمکنۍ او هم سمندري لارې شته.

خو افغان دولت دومره مالي او تخنیکي وړتیا نه لري چې په خپله دې پر دې پروژو پانګونه وکړي.

له نېکه مرغه هند په دې برخه کې هم مرستې ته را دانګلي. د زرنج دلارام لویه لار، د چابهار بندر، د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د لویې تجارتي لارې غځول او ګڼ شمېر نورې پروژې د هند له برکته پیل شوي.

هند څه غواړي؟ ولې په افغانستان کې پانګونه کوي

په ساده ژبه داسې ویلای شو چې هند د افغانستان له غمه نه دی مړ. اوسنۍ نړۍ د ملي ګټو پر سیاست چلېږي.

نوۍ ډيلۍ په افغانستان کې د ځانګړو موخو او ګټو لپاره کار کوي. له ښه مرغه، د هند ګټې د افغانستان ګټې هم دي.

تر ټولو مهمه ستونزه د امنیت او سخت دریځو ډلو ده، چې هم یې افغان دولت او هم هند ته په سیمه کې سرخوږی جوړ کړی.

کابل او نوی ډیلی دواړه پوهېږي چې دا ډلې د پاکستان لخوا ورانکارۍ ته هڅول کېږي، یا لږ تر لږه په پاکستان کې پټنځایونه لري.

هند له طالبانو کومه ښه خاطره نه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند غواړي په هره بیه چې وي، د منځنۍ آسیا د انرژۍ زېرمو ته ځان ورسوي.

نوی ډيلی نه غواړي دا ډله دې یو ځل بیا پر افغانستان یا واکمنه شي، او یا دې هم دومره پياوړې وي چې سیاسي صحنه بدله کړي، یا سیمه ییزې سوداګرۍ او نورو لویو پروژو ته ګواښ پېښ کړي.

په کشمیر کې جنګېدونکې بیلتون پاله ډلې هم په افغانستان او قبایلي سیمو کې پټنځایونه، او یا لږ تر لږه نفوس او خواخوږي لري. همدا اوونۍ هندي رسنیو داسې رپوټونه هم خپاره کړل چې ګواکې له کېرله ایالت څخه یو شمېر سخت دریځي افغانستان ته تللي او له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

دا د ډیلي لپاره یو نوی ګواښ دی چې تر دې دمه یې سر نه و راپورته کړی. ځکه نو هند په وروستیو څو کلونو کې نه یوازې د افغان پوځ پر روزنه پانګونه کړې، بلکې داسې ښکاري چې اوس یې پر وسلو هم سمبالول غواړي.

دویمه خبره د اقتصادي وړتیا او د انرژۍ د اړتیا ده.

هند یو مخ پر ودې هېواد دی.

اقتصاد یې کال تر بله وده کوي.

د انځور حقوق arg
Image caption هند د اقتصادي غوړېدا لپاره باید چارچاپېره ټولې لارې او دروازې پرانیزي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ کلونو کې هند د نړۍ دویم لوی اقتصاد وي. په دې سرعت سره اقتصادي وده انرژۍ او سیمه ییز بازار ته اړتیا لري. انرژي په منځنۍ آسیا کې ده. لار یې پر افغانستان ده. هند غواړي په هره بیه چې وي، د منځنۍ آسیا د انرژۍ زېرمو ته ځان ورسوي.

نه یوازې دا، بلکې نوی ډیلی غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا او آن د اروپا بازارونو ته هم لار ومومي. ځکه نو په افغانستان کې پر لویو لارو پانګونه او همدا رنګه په ګاونډیو هېوادونو کې د بندرونو جوړول او د نویو سمندري لارو موندل، د سیمې لپاره د هند او اوږمهاله ستراتېژۍ یوه برخه.

دریمه خبره په راتلونکو لسو یا شلو کلونو کې په دې سیمه کې د هند د رول په اړه ده.

هند یو سیمه ییز ځواک دی.

په ځان کې دا وړتیا ویني چې په څو لسیزو کې د سیمې او آن نړۍ په کچه یو لوی ځواک شي. یو هستوي ځواک هم دی او د سیمه ییزو رول لپاره مناسبه پوځي وړتیا لري. دا پوځي وړتیا یې ورخ تر بلې وده کوي. خو د اقتصادي غوړېدا لپاره باید چارچاپېره ټولې لارې او دروازې پرانیزي.

* هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

* بحث: د هند او افغانستان اړیکو ارزښت او پر سیمه یې اغېز

* هند ته د ولسمشر سفر

نوی ډیلی غواړي له سیمه ییز او ګاونډیو هېوادونو سره فعاله او ګټورې دوه اړخېزې اړیکې ولري.

هندي حکومتونه له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د پنځو دایمې غړو په لست کې ور شامل شي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو ښه نیت اړین دی.

افغانستان په دې اړه وار د مخه هند ته شنه اشاره ور ښکاره کړې.