په کابل کې نښته: ۲ ناپېژاند وسله وال او یو پولیس ووژل شو

د انځور حقوق MoI

د کابل امنیه قومنداني وايي، تېره شپه په ښار کې د وسله والې نښتې له امله دوه"ترهګر" او یو پولیس وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، پولیسو دا ناپېژاند وسله وال تعقیبول، خو د امنیتي ځواکونو د ګزمې خبرداري ته د پام نه کولو له امله ووژل وشول.

د کابل د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر فریدون عبیدي بي بي سي ته وویل، له مخالفو وسله والو ډلو سره د وژل شویو د تړاو او د هغوی د هویت په هکله پلټنې روانې دي.

د هغه په خبره، دا وسله وال چې په ټپ ټپي(موټر سایکل) سپاره وو، په قمبر څلور لارې کې یې د پولیسو خبرداري ته پام ونه کړ، ځکه نښته پیل او پایله کې یې دواړه وسله وال او یو پولیس ووژل شول.

فریدون عبیدي دا هم ویلي، نښته په داسې سیمه کې شوې، چې د امنیت له پلوه ګواښنده وه او افغان امنیتي ځواکونو څارله.

دا نښته تېره شپه ځايي وخت نږدې یوولس بجې شوې ده.

مخالفو وسله والو ډلو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته مطالب