"حزب اسلامي به ډېر ژر د افغانستان د سياسي جوړښت برخه شي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې د سولې عالي شورا به په دې اړه وروستي جزيات ورکړي.

د افغانستان د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي يوه غړي فاروق وردګ هم له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې د دې خبرې پخلی کړی او ويلي يې دي چې هوکړه ليک وروستي پړاو ته رسېدلی او ډېر ژبه به لاسليک شي.

دا خبره له هغو راپورونو وروسته کېږي چې ګواکي د افغانستان اجراييه رياست د دغه هوکړه ليک له ځينو مادو سره اختلاف لري.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله مرستيال وياند ويلي، له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو ملاحظات اوس لرې شوي او ډېر ژر به دغه ګوند د هېواد د سياسي جوړښت برخه شي.

ښاغلي اميد ميثم له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "اجراييه رياست د دغه پرېکړې د کره والي لپاره ځو ورځې له مشرانو سره سلا مشورې ته ځانګړې کړې وې، له مشورو وروسته د اجراييه رياست له خوا دا هوکړه ومنل شوه"

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې د هوکړې ملاتړ کړی

نوموړی وايي ملاحظې اوس پای ته رسېدلي دي. د ده په وينا "دا اوس د سولې عالي شورا پورې اړه لري چې سر له سبا په کومه ورځ دغه پرېکړه اعلانوي".

ښاغلي ميثم دې خبرې ته په اشارې سره چې ولسمشر غني او نورو ټولو لوړپوړو چارواکو له حزب اسلامي سره موافقه کړې وه وويل، "اوس دې ته هيله من يوو چې په راتلونکو نژدې ورځو کې به حزب اسلامي د افغانستان د سياسي جوړښت برخه وي."

تردې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني او د ګلبدين حکمتيار د حزب غړو د سولې په تړاو هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړی و، خو د جمعيت اسلامي اجراييه رييس او د بلخ چارسمبالي والي عطامحمد نور ويلي وو چې ښاغلی عبدالله په دې اړه يو شمېر "ملاحظات" لري.

ښاغلي نور او ميثم په دې اړه معلومات ورنه کړل چې دغه ملاحظات څه وو او څنګه حل شول.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار او د پوهنې پخواني وزير فاروق وردګ د وردګو ولايت د يو شمېر قومي مشرانو په غونډه کې وويل د "حزب اسلامي له راتګ سره به په هېواد کې ملي يووالی ټينک شي او د فدرالي نظام غوښتنې چيغې چې پورته کېدې هغه به کمزورې شي".

وړاندې د اسلامي وحدت او ملي جنبش ګوندونه په افغانستان کې د فدارلي نظام غوښتوونکي وو، خو اوس د دغو دواړو ګوندونو مشران په دې اړه څه نه وايي.

د ښاغلي فاروق وردګ په وينا "نوره خبره خلاصه شوې توافقنامه نهايي شوې او امضا ته اماده ده."

د انځور حقوق AFP
Image caption د سولې عالي شورا یوې سرچینې هم بي بي سي ته تائيد کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک د اجرائیه ریاست له خوا منل شوې دی

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د حزب نورې ډلې چې په کابل کې جوړې شوي هغه ټولې د دې پروسې ملاتړ کوي؟ ده وويل، د حزب ټولې ډلې له دغې هوکړې سره موافقې دي او د حزب اسلامي ټول مشران سوله د ملت په خير بولي.

ښاغلی وردګ د حزب اسلامي له پخوانيو غړو څخه دی، خو ده په دې اړه څه ونه ويل چې د فدارلي نظام غوښتونکي څوک دي او څنګه به ښاغلی حکمتيار د دوی د کمزورۍ سبب شي.

د سولې عالي شورا یوې سرچینې هم بي بي سي ته تائيد کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک د اجرائیه ریاست له خوا منل شوې دی.

ورته مطالب