د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې اته افغان پولیس وژل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې افغان پولیس وژل کېږي، وړاندې هم په دا ډول بریدونو کې افغان ځواکونو او ځینې وختونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان سوېلي ولایت روزګان د پولیسو یوه مشر ویلي، د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه اته افغان پولیس وژل شوي.

د افغانستان سوېلي ولایت اروزګان د امنیه قومندانې اړوند د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان رحیم الله خان وايي دا برید بهرنیو ځواکونو تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند څاه ګي نومې سیمه کې د افغان ملي پولیسو پر یوه په پاخه او اساسي توګه جوړه امنیتي پوسته ترسره کړی.

د نوموړي په خبره، له دغې امنیتي پوستې شاوخوا ۸۰۰ متره لیرې وسله وال طالبان وو، خو وايي دا برید په "قصدي" توګه شوی دی.

* لښکرګاه: ځانمرګي برید یو ماشوم ۱۲ پولیس ووژل

* کندهار کې افغان سرتېري دوه ناټو عسکر وژلي

* کرزی: ناټو د افغانانو د رنځ او کړاو لامل ده

دی د برید د عاملانو مجازات غواړي او له ولسمشر اشرف غني یې غوښتنه دا ده چې دا مسله وڅاري.

په سیمه کې د پولیسو یوه سرتېري تورجان ویلي، د بهرنیو ځواکونو په لومړني هوايي برید کې د دوی یو ملګری پولیس ووژل شو، کله چي دوی هڅه کوله د وژل شوي پولیس سرتېري مړي ولېږدوي، په دویم برید کي اووه نور پولیس هم ووژل شول.

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې افغان پولیس وژل کېږي، وړاندې هم په دا ډول بریدونو کې افغان ځواکونو او ځینې وختونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غوڅ ملاتړ

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي، دوی دا تاییدوي چې پر ډزو کوونکو برید شوی، خو وايي پر هغه چا یې برید کړی چې د دوی افغان شریکانو ته په ترینکوټ کې ګواښ ګڼل کېدل.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د رسنیو د برخې مرستیال جنرال چارلز کلیورلنډ په یوه لنډه ویناپاڼه کې ویلي:

"زه منلی شم چې چې موږ د سپټمبر پر ۱۸مه پر هغه چا هوايي برید وکړ چې ډزې یې کولې او زموږ افغان ملګرو ته په ترینکوټ کې خطر پېښاوه. موږ په دې اړه نور هېڅ معلومات نه لرو چې ایا دغه کسان به څوک وي او ولې یې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کول."

د بهرنیو ځواکونو په ویناپاڼه کې راغلي، امریکا، ایتلافي او افغان ځواکونه له ځانه د دفاع کولو حق لري او دا ډول قضیه کې دوی سم لاسي ګواښ ګڼل کېږي.

ورته مطالب