د کابل تېلو سرای کې دوه ټانکر سوځېدلي

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه د اور لګېدو د لامل او د مالي او یا ځاني زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان پلازمېنې کابل ختیځ د تېلو په یوه سرای کې اور لګېدلی دی. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، اور ګهیځ اوه نیمې بجې بل او تر اتو بجو پورې یې دوام وکړ چې دوه ټانکر پکې وسوځېدل، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

مجاهد وویل، اور د کابل لوېدیځ پغمان ولسوالۍ حیدرخان کلا سیمې د تېلو په یوه سرای کې بل شوی، خو لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

دوه ورځې وړاندې هم د کابل لرګیو په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی و، چې ډېر مالي زیانونه یې واړول.

د سې شنبې ورځې اور د کابل پنځمې امنیتې حوزې اړوند حیدر خان کلا سیمې د تېلي ټانکرو درولو په یوه سرای کې لګېدلی دی.

تر اوسه د اور لګېدو د لامل او د مالي او یا ځاني زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ پر ۱۴مه هم د کابل لوېدیځ ارغندۍ سیمه کې د شپې مهال په تېلو بار یوه ټانکر اور اخیستی و، چې ورسره ولاړو نورو ټانکرو ته هم د اور لمن غځېدلې وه او زیات شمېر ټانکر سوځېدلي وو.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دوی جنګیالیو په کابل کې بهرنیو ځواکونو ته پر لېږدوونکو اکمالاتي موټرو برید کړی، چې په وینا یې سلګونه بار موټر پکې ویجاړ شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دوه ورځې وړاندې هم د کابل لرګیو په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی و، چې ډېر مالي زیانونه یې واړول.
د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کېږي د قوای مرکز لرګیو مارکیټ اور کې له ۸ تر ۱۰ میلیونو ډالرو زیان اوښتی دی

د تېلو پر ټانکرونو بريدونه پخوا هم شوي او د کابل- کندهار، کابل- خوست او کابل- جلال اباد لويې لارې د دا ډول پېښو شاهدې دي.

* د کابل لوېدیځ کې اور 'سلګونه' ټانکر سوځولي

* کابل کې اور لسګونه هټۍ سوځولې دي

* کابل کې اور لګېدو 'سلګونه' هټۍ سوځولې دي

ورته مطالب