۱۶ ولایتونو کې ۲۸ پراختیايي پروژې پلې کېږي

د انځور حقوق Nasir Ahmad durrani
Image caption د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وايي، ددې وزارت بودیجه تر ډېره د سړکونو جوړولو، د اوبو پر مدیریت، د برېښنا پر تولید، د پلونو او پولچکونو پر رغولو او په کلیو کې د نورو پراختیايي پروژو په برخو کې لګول شوې ده:

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له افغاني شرکتونو سره د شاوخوا نهه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸ پراختیايي پروژو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

دا پروژې په ۱۶ ولایتونو کې د جغل اچونې، سړکونو پخولو، د پلونو او پلچکونو رغولوپه برخه کې پلي کیږي.

یاد وزارت تمه لري چې د روان لمریز کال تر پایه خپله اتیا سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګې د وزارتونو لخوا د بودیجې پر لږ مصرف اندېښنه ښودلې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې یې تر ۶۰ سلنې زیاته پراختیايي بودیجه لګولې ده.

* پراختیايي پروژو ته به والیان لومړیتوبونه ټاکي

* د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د اورګاډي پټلۍ غځوي

* 'دریو میاشتو کې ۱۱۰۰ پروژې پلي شوې'

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وايي، ددې وزارت بودیجه تر ډېره د سړکونو جوړولو، د اوبو پر مدیریت، د برېښنا پر تولید، د پلونو او پولچکونو پر رغولو او په کلیو کې د نورو پراختیايي پروژو په برخو کې لګول شوې ده:

"په روان کال کې موږ شاوخوا ۲۴۵٫۳ میلیونه ډالره پراختیايي بودیجه درلوده، له نېکه مرغه د وږي ۲۵مې موږ ۶۲ سلنه بودیجه مصرف کړې. تمه لرو چې د روان کال ترپایه ۸۰ سلنه بودیجه ولګوو. ښايي په دوه یا درې اونیو کې زموږ پراختیايي بودیجې ته ۳۳٫۳ میلیونه ډالره ورزیات شي چې په دې سره به زمونږ بودیجه به شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالره شي. "

ښاغلي دراني د ۹۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۸ نویو قرادادونو لاسلیک خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا پیسې به ۱۶ ولایتونو کې د پراختیايي پروژو په برخه کې مصرف شي:

د انځور حقوق AFP
Image caption دا قرارداد، د ۱۰۰ کیلومتره نوي سړک جوړونه، د ۱۷۳ متر پول او ۲۰۳ کیلومتره مرحله ای حفظ او مراقبت رانغاړي.

"دا قرادادونه په سمنګان، بغلان، تخار، لغمان، کندهار کابل، بلخ، غور، بامیان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، پروان پنجشیر، فراه او پکتیکا پلي کېږي. ددې پروژو په پلي کولو سره به په یادو ولایتونو کې زرګونه کسانو ته د کار موکه برابریږي. ترڅنګ به یې زمونږ میلیونونه هېوادوالو د دې پروژو له ګټو برخمن شي. "

ښاغلي دراني ټینګار وکړ چې ددې پروژو له کار او څرنګوالي به جدي څارنه کېږي او د ټيټ کیفیت لرونکي قرادادونه به لغوه کړي.

په ۲۸ قراردادونو کې ۲۱ يې، چې ارزښت يې ۸۴۱٫۸ میلیون افغانۍ کیږي د کلیوالي لارو د جوړونې د ملي پروګرام اړوند دي.

دا قرارداد، د ۱۰۰ کیلومتره نوي سړک جوړونه، د ۱۷۳ متر پول او ۲۰۳ کیلومتره مرحله ای حفظ او مراقبت رانغاړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۸ قراردادونو کې ۲۱ يې، چې ارزښت يې ۸۴۱٫۸ میلیون افغانۍ کیږي د کلیوالي لارو د جوړونې د ملي پروګرام اړوند دي.

ورته مطالب