د هرات وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي

Image caption هرات کې دا لومړی ځل نه دی چې د سړک جوړونې د شرکتونو پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کېږي.

د افغانستان ختیځ ولایت هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې یوې پروژې څلور ساتونکي او دوه ملکي وګړي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي وایي، سیمې ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي او برید کوونکو سیمه پرېښې ده.

نوموړی وایي دا برید طالبانو ترسره کړی، خو د پېښې پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

پولیس وايي، د وسله والو مخالفینو یو موټر په دې پېښه کې سوځېدلی او تلفات ور اوښتي، خو په اړه یې نور جزییات نه لري.

هرات کې دا لومړی ځل نه دی چې د سړک جوړونې د شرکتونو پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کېږي.

زنده جان د هرات ولایت نسبتاً ارامه ولسوالي ګڼل کېږي.

* په لوګر کې د سړک جوړونې شرکت ساتونکې ووژل شول

* وسله والو د کندهار پنجوايي پوخ سړک ړنګ کړی

* '' په ۲ کلونو کې به ۱۰۰۰ کیلومتره سړک جوړ کړو''

ورته مطالب