د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د پنجشنبې په ورځ 'تلې لومړۍ' د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغې هوکړې یوه یوه کاپي ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته لېږل کېږي او د هغوی له لاسلیک وروسته د پلي کولو وړ ګرځي.

دا هوکړه د افغان دولت پلاوي (د سولې د عالي شورا د مشر سید احمد ګیلاني، د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا د منشي عطاء الرحمن سلیم) او د انجینر ګلبدین حکمتیار د ګوند د پلاوي ترمنځ لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې لاسلیک ته ځانګړي مراسم نیول شوي و چې د اسلامي حزب د لسګونه پلویانو ترڅنګ یو شمېر لوړپوړو چارواکواو د ملي شورا غړو ګډون کړی وو.

د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ په ګډه لاسلیک شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا سند د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیکېدو وروسته د پلې کېدو وړ ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر همدې مهال، کابل ښار کې د دې سند د لاسلیکېدو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و.

د لاسلیک شوي سند پربنسټ، دولت د اوربند په مقابل کې د ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي د نورو مشرانو او غړو د قضايي مصؤونیت ضمانت کوي.

دا هوکړه په درو فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوی دی.

ددې هوکړې د لاسلیکېدو هم مهاله، کابل کې ځینې د هوکړې خلاف ځینې کسان راغونډ شوي وو.

د کابل نوي ښار پارک کې لسګونو راغونډو شویو کسانو د ښاغلي حکمتیار پرضد نارې وهلې او له هغه سره یې د سولې د هوکړې مخالفت کاوه.

Image caption د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وویل، په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو ټینګار یې وکړ چې هدف یې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د دغه هیواد د خپلواکۍ اعاده ده.

لاریونیانو ادعا کوله، د افغانستان خلک ګلبدین حکمتیار په کورنیو جګړو کې د ښکېلتیا له کبله هغه نه بښي او هغه ته د 'سزا' ورکولو غوښتونکي دي.

له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د هوکړې لاسلیکېدو په خواله رسنیو کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د هوکړې دواړې غاړې د جګړې پای ته رسولو، د سولې او امنیت راتلو او د اسلامي ارزښتونو درناوي ته ژمنې دي.

د افغان دولت له لوري د هوکړې لاسلیکوونکي پلاوي مشر او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وویل: ''د افغانستان دولت د سولې لپاره ځینې اصول وټاکل، چې د هوکړې بنسټ جوړوي، د هوکړه د اسلام د احکامو او اعتقاداتو پربنسټ وي، زموږ خلکو غوښتل چې دواړې غاړې د هېواد اساسي قانون ته ژمن وي او زموږ د خلکو (سړو او ښځو او ټولو قومونو) حقونو او ازادیو ته په ریښتینولۍ ژمن پاتې شي''.

په دې هوکړه کې د حکومت بنسټیزې ژمنې دا دي چې د اسلامي حزب غړو ته به په سیاسي بهیر کې ونډه ورکوي، د ملګرو ملتونو له تورلسته به یې د وتلو غوښتنه کوي او د اوسېدو خوندي فضا به ورته برابروي.

په هوکړه کې له اسلامي حزبه هم ژمنه اخیستل شوې چې ډېر ژر به اوربند اعلانوي، خپل پوځي جوړښتونه به له منځه وړي، اساسي قانون به مني، ترهګریزو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د ښځو حقونو او اوسنیو لاسته راوړنو ته به درناوي کوي.

د انځور حقوق arg
Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني وایي، ډاډه دی چې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه به یوې سراسري سولې ته لاره هواره کړي.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وویل، په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو ټینګار یې وکړ چې هدف یې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د دغه هېواد د خپلواکۍ اعاده ده:

''اسلامي حزب په خپلو ژمنو باندې هماغسې ولاړ دی، موږ به د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت تر بشپړې اعادې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، د خلکو د ویندویانو په توګه د اسلامي حزب مبارزه به تر هغه وخته دوام وکړي چې وروستی بهرنی سرتیری له افغانستانه ووځي.''

له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو طالبان لا هم د جګړو په ډګر کې دي او افغان چارواکي وايي، دوي هم باید اسلامي حزب ځانته یوه بیلګه وګرځوي.

د افغان حکومت او اسلامي حزب د مرکچي پلاوو ترمنځ له هوکړې وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار پر دې سند لاسلیک کوي او بیا به خپله حکمتیار هم کابل ته راځي.

د انځور حقوق ONSC
Image caption د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، حکومت د سولې لپاره خپله ريښتینولي وښوده او طالبانو ته هم همداسې څه په کار دي.

خو لا هم د ښاغلي غني او حکمتیار له خوا د دغه سند لاسلیک او کابل ته د حکمتیار د راتګ کره نېټه نه ده په ګوته شوې.

ورته مطالب