۲۰ کاله وړاندې پر همدې ورځ؛ طالبانو کابل ونیو

د انځور حقوق AP
Image caption د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې د شپږمې په ماښام طالبان کابل ته ننوتل.

له نن نه ۲۰ کاله وړاندې، پر همدې ورځ (د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې پر شپږمه) نېټه طالبانو خپل سپین بیرغ د کابل پر ارګ ورپاوه او د واک واګي یې په لاس کې واخیستې.

د همدې ورځې په ماښام د شمالي ټلوالې ځواکونو کابل پرېښود او د پلازمېنې په ټولو برخو کې طالبان ځای پر ځای شول.

طالبانو کابل ته له ننوتو سره سم په لومړي ګام کې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله اعدام کړ.

په کابل کې د بي بي سي خبریال وحید پيکان د طالبانو د واکمنۍ مهال ته یوه کتنه کړې او له یوشمېر هغو کسانو سره یې خبرې کړي چې کابل ته د طالبانو د ننوتو شاهدان وو.

د کابل اوسېدونکي لا د مجاهدینو له خپلمنځیو جګړو، چې زرګونه تنه یې ووژل او د پلازمېنې کابل ډېری سیمې یې ړنګې کړې، نه وو کرار شوي چې ''د طالبانو د اسلامي امارت'' د واکمنۍ تر چتر لاندې راغلل.

د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې د شپږمې په ماښام طالبان کابل ته ننوتل.

یو پخوانی افغان خبریال امیرشاه چې هغه مهال یې لا ږيره او ویښته نه وو سپین شوي او د کورنیو جګړو او وروسته یې د طالبانو د واکمنۍ د مهال راپورونه نړیوالو رسنیو ته ورکول وایي، کابل ته د طالبانو ننوتل هغه مهال د نړۍ مهم خبر و:

Image caption یو پخوانی افغان خبریال امیرشاه چې هغه مهال یې لا ږيره او ویښته نه وو سپین شوي او د کورنیو جګړو او وروسته یې د طالبانو د واکمنۍ د مهال راپورونه نړیوالو رسنیو ته ورکول وایي، کابل ته د طالبانو ننوتل هغه مهال د نړۍ مهم خبر و

''یوه ورځ وړاندې مازدیګر مهال طالبان لا په هود خېلو کې وو، نهمه بجې مې له ملي امنیت ریاست نه څو ټېلره حکومتي تېل جبل السراج ته د لېږد پرمهال ولیدل، ملا عبدالرحمن راته وویل چې تر دوولسو بجو پورې طالبان کابل ته ننوتل. د خوښیو هوايي ډزې وشوې، سهار چې دفتر ته راتلم، د ډاکټر نجیب له اعدامه خبر شوم.''

کابل ته د طالبانو له راتګ یوه ورځ وروسته د دغه ښار اوسېدونکو په اریانا څلورلارې کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هغه د ورور شاهپور احمدزي په دار شوي جسدونه ولیدل.

طالبانو هغه مهال ډاکتر نجیب د ملګرو ملتونو په مېلمستون کې ونیوه او په ډزو یې له وژلو وروسته اریانا څلور لارې ته څېرمه د ارګ په شمالي دروازه کې د ترافیکو په یوه غرفه کې په دار وځړاوه.

له پخواني خبریال امیر شا سره یو ځای د اریانا څلور لارې خواته ولاړم کوم ځای چې اوس تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی او د عکس اخیستو اجازه هم په کې نشته.

د انځور حقوق AP
Image caption طالبانو پنځه کاله پر افغانانو حکومت وکړ او د خپل واک پرمهال یې له پنجشیر او د تخار له یوشمېر سیمو پرته پر ټول افغانستان واک ټینګ کړی و.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم پر خلکو ټولنیز شرایط تنګ او ښوونځیو، پوهنتونونو او دولتي ادارو ته د نجونو او مېرمنو په تګ بندیز ولګول شو.

هغه مهال پر نارینه وو د ږیرې پرېښودل اجباري شول او د سندرو پر اورېدو او د ټلویزیون پر لیدلو درنه سزا کېښودل شوه.

فهیمه هغه مېرمن ده چې کابل ته د طالبانو د ننوتو پرمهال یې د خپلو شپږو یتیمو ماشومانو د پالنې بار پر غاړه و.

دغې شاوخوا پنځوس کلنې مېرمنې راته د طالبانو د واکمنۍ له سختو شپو ورځو کیسه پیل کړه:

"زه یوه کونډه ښځه او شپږ ماشومان مې درلودل، ټول واړه وو، دې ته یې اړتیا درلوده چې زه یې پالنه وکړم او یوه ځای ته یې ورسوم، کله چې طالبان راغلل زما ماشومان له ښونځیو پاتې شول، هغه مهال ما خپله هغو نجونو ته په پټه کورس جوړ کړ چې له ښوونځیو بې برخې وې، خو له زده کړې سره یې مینه وه، د دوی شمېر د پنځه دېرشو په شاوخوا کې و، د دوی کتابونه مې پټ ساتل، له دې وېرېدو چې طالبان را نه شي او موږ په درو ونه وهي."

طالبانو پنځه کاله پر افغانانو حکومت وکړ او د خپل واک پرمهال یې له پنجشیر او د تخار له یوشمېر سیمو پرته پر ټول افغانستان واک ټینګ کړی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد بریدونه پيل شول، د مجاهدینو ډلې هم د امریکا د هوایي بریدونو په ملاتړ کابل خواته راغلې او د همدې کال په نومبر میاشت کې طالبان له کابله ووتل.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تحریک له ړنګېدا وروسته بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل

د پنځلسو کلونو په تېرېدو لا هم طالبان د یوې پیاوړې مخالفې وسله والې ډلې په توګه د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو پر وړاندې جنګېږي او ویلي یې دي چې د بهرنیو په حضور کې به هېڅکله هم جګړه بس نه کړي.

ورته مطالب