'کابل کې د خونړي ځانمرګي برید مخنیوی وشو'

د انځور حقوق

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، کابل ښار کې یې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

د کابل پولیسو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر یې نیولی او ځانمرګی برید کوونکی یې هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت واييو پولیسو دغه برید کوونکی تېره شپه د بګرامیو ولسوالۍ حسین خېلو کلیواله سیمه کې له موندلو وروسته له منځه یووړ.

پولیس وايي، برید کوونکي د تېښتې هڅه وکړه، خو بریالی نه شو.

د روانې سپټمبر میاشتې پر پنځمه (وږي ۱۵مه) کابل کې دفاع وزارت ته نژدې بمي او ځانمرګی برید لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل او تر ۹۱ ډېر نور یې ټپیان کړل.

د برید پړه وسله والو طالبانو ومنله.

ترې وړاندې، د تېرې اګسټ میاشتې پر ۲۵مه، د پلازمېنې کابل په دارالامان سیمه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون برید کې د ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول.

پر پوهنتون برید او نښتې لس ساعته دوام وکړ.

د برید پړه چا یا کومې ډلې ونه منله.

+ کابل: دفاع وزارت ته نژدې بریدونه په انځورونو کې

+ کابل: له برید وروسته امریکايي پوهنتون فعالیت پیل کړ

ورته مطالب