افغان سوداګر کابل کې ۶ تولیدي فابریکې جوړوي

د انځور حقوق arg
Image caption د ښاغلي غني په وینا، افغانستان باید په یو صادروونکي هېواد بدل شي.

په افغانستان کې د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د شپږو تولیدي فابریکو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ددغو فابریکو د جوړېدو بنسټ ډبره نن د کابل ښار (په خواجه رواش سیمه) کې د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه.

د ښارجوړونې وزارت چارواکي وايي، دغه فابریکې به زرګونه کسانو ته د کار کولو موقع برابره کړي.

کابل کې زموږ خبریال عبیدالله حسام پخپل راپور کې وايي، د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، ددې فابريکو جوړېدل به د افغانستان صادراتو د کمښت لویه تشه ډکه کړي:

''نننۍ پانګونه د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ده، شپږ کارخونوې جوړېږي چې په مستقیم ډول دوه زره او په نامستقیم ډول لسګونه زره کاري موقع برابروي.''

د الکوزي شرکت چارواکو په وینا، دا فابریکې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

ددغه شرکت د استازي په وینا، ددې فابریکو ۴۰ سلنه تولید چې د خوراکي توکو، ګازي څښاک المونیمي قوتیو، کاغذي دستمالونو او نورو برخو کې دي، داخلي مارکیټونو ته وړاندې کېږي او پاتې تولید به یې نورو هېوادونو ته صادریږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ددغه شرکت د استازي په وینا، ددې فابریکو ۴۰ سلنه تولید چې د خوراکي توکو، ګازي څښاک المونیمي قوتیو، کاغذي دستمالونو او نورو برخو کې دي،

ولسمشر محمد اشرف غني ددغو کارخونو په پرانیست غونډه کې وویل، د افغانستان پر وړاندې لوی ګواښ د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول نشوالی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د مالیې د وزیر په وینا، د الکوزي نړیوال شرکت د لاسي دسمالونو، کارتن جوړونې او خوراکي توکو د تولید لپاره د ۳۵۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی و.

د ښاغلي غني په وینا، افغانستان باید په یو صادروونکي هېواد بدل شي.

د ملي یووالي حکومت د تګلارې بېلابېل برخو کې د پانګې جذبول یوه له مهمو تګلارو څخه ده.

په وروستیو کې بېلو خصوصي سکټورونو په افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې، چې یو یې د الکوزي د شرکتونو ګروپ دی.

وړاندې هم الکوزي شرکت له افغان دولت سره د ۳۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ۶ صنعتي کارخونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړی.

د انځور حقوق arg

الکوزی شرکت له تېر میلادي کاله د افغانستان کریکټ بورډ ته تر لسو کلونو پورې هر کال ۱ اعشاریه درې میلیونه ډالره ورکوي چې ددغې لوبې پر پرمختیا لګول کېږي او دا دی د سروبي ددویم برېښنا کوټ جوړولو ته یې هم ټتر وواهه.

د انځور حقوق Getty
Image caption څو ورځې وړاندې هم افغانستان کې په لومړي ځل د ګازي برېښنا د تولید لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او غصنفر خصوصي شرکت ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې د وزیر په وینا، د الکوزي نړیوال شرکت د لاسي دسمالونو، کارتن جوړونې او خوراکي توکو د تولید لپاره د ۳۵۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی و.

څو ورځې وړاندې هم افغانستان کې په لومړي ځل د ګازي برېښنا د تولید لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او غصنفر خصوصي شرکت ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شو.

اړونده مطالب

ورته مطالب