غني او حکمتیار د سولې هوکړه لاسلیک کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. ښاغلي حکمتیار له وړاندې د ثبت شوې وېډیو له لارې له خپلې وینا وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

په ارګ کې د هوکړې لاسلیکېدو ته ګڼ افغان سیاستوال، دولتي چارواکي او بهرني ډيپلوماټان ورغلي وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي حکمتیار له مخکې د ثبت شوې وېډیو له لارې خپله وینا واوروله

ښاغلی حکمتیار دا مهال د نړیوالو بندیزونو له کبله کابل ته نه شي تللی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکمتیار له وینا وروسته وویل، نن موږ د حزب اسلامي له مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیارسره د سولې د تړون لاسلیک غونډه کې راټول شوي یو. زما او د حکمتیار مشترکه دنده دا ده چې جګړه بس شي او افغانستان له جګړې راویستل شي:

''ما تل ویلي بیا هم وايم چې د سولې لپاره له خپل سره تېر یم، ځکه وایم چې سوله قیمت لري او مفته نه ترلاسه کېږي. هغه جګړه چې ټوله ګټه یې د بهرنیانو جیب ته ځي، باید ودرول شي. له افغانانو سره جګړه پای کې له ماتې سره مخامخ کېږي.''

د انځور حقوق Getty
Image caption غني: ''هغه جګړه چې ټوله ګټه یې د بهرنیانو جیب ته ځي، باید ودرول شي. له افغانانو سره جګړه پای کې له ماتې سره مخامخ کېږي''

ولسمشر غني وویل، کله یې چې له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه، دوی رد کړه ''هېواد کې دواړو غاړو ته د وینې بهېدو مسؤولیت د دوی پرغاړه دی، موږ جګړه نه غوښته، زموږ ددفاعي او امنیتي ځواکونو دنده د ظالمانه جګړې پروړاندې دفاع کول دي.''

نوموړي وویل، له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د اساسي قانون پربنسټ چمتو شوې او اساسي قانون د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې جوړ شوی.

اساسي قانون

ده وویل، د هوکړې د تطبیق لپاره سر له همدې شېبې اقدامات پیلېږي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وویل، په دې هوکړه کې د هېڅ افغان وګړي حق تر پښو نه دی لاندې شوی، بلکې د اساسي قانون په رڼا کې چمتو شوې ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل، د هوکړې له لاسلیکولو وروسته یې هیله دا ده چې د افغانستان کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنې نه وي او بهرني ځواکونه وتلي او بشپړه سوله راغلې وي.

نوموړي زیاته کړه، له افغان ولسمشر یې غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي او د هغوی ځینې بندیان له 'قید او شرط' پرته خوشي کړي او طالبان او نورې وسله والې ډلې هم د سولې لاره خپله کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ګلبدین حکمتیار وویل، تر هر څه وړاندې د جګړې پای ته رسول او د ډاډمن امنیت راوستل ورته لومړیتوب لري.

ده وویل، هغه هېوادونه چې د بهرنیو لاسوهنو شاهد دي، د پردیو په مرسته د خپل رقیب د څملولو لار یې غوه کړې، خو پایله یې دا شوې چې جګړه اوږده او بهرني یرغل ته لاره هواره شي.

نوموړي په دې تړاو د سوریې، یمن، عراق او لیبیا د جګړو بېلګې وړاندې کړې.

ښاغلي حکمتیار وویل، له افغان حکومت سره یې د سولې خبرې د پردیو له وساطت پرته د افغانانو په منځګړتوب ترسره شوې، خو په وینا یې ذیدخلو بهرنیو لورو هم دا خبرې تایید کړې.

ښاغلي حکمتیار د افغانستان اوسنۍ جګړه د بهرنیانو په ګټه وبلله چې په وینا یې یوازې افغانان پکې وژل کېږي.

د جګړې لاملونه

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي حکمتیار وویل، تر هر څه وړاندې د جګړې پای ته رسول او د ډاډمن امنیت راوستل لومړیتوب لري.

ګلبدین حکمتیار وویل، له حکومت سره یې د سولې وروستۍ خبرې هغه مهال پیل شوې، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، له ۲۰۱۶ کال وروسته به افغانستان کې هېڅ امریکایی پوځي نه پاتې کېږي، همدا وو چې تر ۹۰ سلنې ډېر امریکايي ځواکونه ووتل.

د حزب اسلامي مشر وویل، ځینې بهرني عوامل او کورني عوامل ددې باعث شول، چې د سپینې ماڼۍ دا ژمنه او د افغانانو دا هیله پوره نه شي، همدا وو چې د جګړې اور ته نور پوکی ووهل شو.

ښاغلي حکمتیار د کندوز تېره جګړه د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د پلمې جوړېدو یو لامل وباله.

د انځور حقوق Getty
Image caption په ارګ کې د هوکړې لاسلیکېدو ته ګڼ افغان سیاستوال، دولتي چارواکي او بهرني ډيپلوماټان ورغلي وو.

حکمتیار وايي، سوله ''که تر جنګ ګران کار نه دی، نو اسان خو هېڅکله نه دی''. جنګ د چا لپاره یو مجبوریت وي. یا وژل شوی، بندي شوی، ځورول شوی او په عزت یې تېری شوی، له ظالم او دښمن نه د غچ اخیستو لپاره له جګړې پرته بله لار نه لري''.

نوموړي وویل ''هغه چې پر اوږه یې د بهرنیو ټوپک دی، په شاجور کې یې د بهرنیو کارتوس دی، د بهرنیو تر ملاتړ پورې جنګېږي چې نه د عقل جنګ دی او نه د دین. خپلې جګړې دلته مه راوړئ، افغانان پخپلو کې مه جنګوئ، سوریې عراق او نورو هېوادونو ته یې د جګړې لپاره مه استوئ، افغانان پرېږدئ چې خپلې ویجاړې جونګړې جوړې کړي.''

د روانې سپتمبر پر ۲۲مه (تلې لومړۍ) د اسلامي حزب د پلاوي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د پنجشنبې په ورځ (۲۲ سپټمبر) د سولې هوکړه لاسلیک شوه

د تېرې چارشنبې په ورځ، کابل کې د حزب اسلامي د پلاوي مشر کریم امین بي بي سي ته وویل، د ښاغلي حکمتیار حاضرېدل له تور لېسته د هغه د نوم پر ایستل کېدو پورې اړه لري چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به نوموړی کابل کې راڅرګند شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب