بریتانیا مېشتی افغان ډاکټر د سکایپ له لارې د ناروغانو درملنه کوي

د انځور حقوق TELEHEAL
Image caption ډاکتر وحيد ارين او مېرمن يې ډوينا د افغان کډوالو په يوه کمپ کې

په ۱۹۹۰ کال کې چې کله ۱۵ کلن آرین له افغانستانه بريتانیا ته ورسېد، ده ته ویل شوي وو چې ټکسي چلوونکی به شي.

خو څو کاله وروسته نوموړي په کېمبرېج پوهنتون کې درس پيل کړ او اوس يې داسې پروګرام شروع کړی چې د سکایپ له لارې بريتانوي ډاکتران په کابل کې افغان ډاکترانو ته لارښوونې او مشورې ورکوي.

ډاکتر آرین په خپل کور کې چې د بريتانيا په چستر کې دی هغه خبرې او لارښوونې یادوي چې ده ته په لومړیو کې په لندن کې شوې وې، مور و پلار يې لندن ته ولېږه تر څو له خپلوانو سره د وطن له تاوتریخوالي لرې ژوند وکړي.

دوئ به ما ته ویل: "ته به ورو ورو لږ انګلیسي ژبه زده کړې، بیا به د ټکسي چلوونکی شې او بیا به دوکاندار شې، پوهېږې موږ ټول دا ډول کارونه کوو." "ما ورته ویل سمه ده، خو ما له ځان سره خپل پلانونه درلودل."

ډاکترۍ ته د نوموړي هيله په کابل کې د ماشومتوب له تجربو پیلېږي هلته ډاکتر آرین د شوروي اتحاد پلوه کمونېست رژیم او مجاهدينو تر منځ جګړو کې را لوی شو. ډاکتر آرین وايي: " کابل په هېڅ ډول خوندي نه و، او هغه وخت کې یوازې همدا باور و."

"راکټونه به هر چېرې پرېوتل، او ډېری وخت موږ باید تلخونو کې پټ شوي وی، یا له یوې کوټې بلې ته تر څو راکټ راباندې ونه لوېږي او ژوندي پاتې شو. روسي پوځیان به کورونو ته دننه راتلل، مجاهدین او هغه خلک چې له روسانو پټ شوي وو کتل لکه زما پلار چې په پوځ کې يې خدمت کاوه. که دا ډول خلک په لاس ورغلي وی وژل یې."

Image caption وحيد ارين په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوی و

ډاکتر آرین وايي زما مور پلار پرېکړه وکړه چې د خیبردرې له لارې پاکستان ته تېښته یوازینې لار ده. موږ په هماغه لاره لاړو په کومه به چې مجاهدین راتلل او د دولت خلاف به يې جګړه کوله، دا لار ډېره خطرناکه وه.

مجاهدینو به د جنګي الوتکو د لیدو له وېرې د شپې سفر کاوه، خو له دې سره به د دغې اووه ورځنۍ اوږدې لارې په دریو ځایونو کې تر برید لاندې راتلل. په پای کې د آرین کورنۍ د کډوالو کمپ ته ورسېده او لس کسیزې کورنۍ ته یې يوازې یوه کوټه ورکړل شوه.

"موږ په دغه کوټه کې درې کاله ژوند وکړ، زه په نري نرځ اخته شوم او داسې وچ شوی وم لکه سکليټ. موږ دوه یا درې ځله ملاریا شوي هم وو، هېڅ نه پوهیږم چې له دغه ډول حالاتو څنګه ژوندي پاتې شوو. "

کله چې په ۱۹۸۹ کال کې شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل، آرین او کورنۍ یې کابل ته ستانه شول خو هېواد د کورنیو جګړو لومې ته ولوېد او د قدرت نیولو لپاره جګړې پیل شوې.

د ډاکتر آرین کورنۍ له نا چارې ورځې خپل زوی په ۱۵ کلنۍ لندن ته ولېږه تر څو له جکړې لرې د کورنۍ له یوه دوست سره ژوند وکړي.

دی لږ لږ په انګلیسي پوهېده، خو پخپلو هڅو نور هم ښه شو او څو دندې يې ترسره کړې. کله چې نوموړی لندن ته ولېږل شو ده باید د خپل کشري ورور لاس نیوی هم کړی وی.

څو کلونو کې د ننه دی په ښه درجه کېمبرېج پوهنتون ته بریالی شو او په پای کې له طب پوهنځي فارغ شو.

Image caption ډاکتر وحيد ارين د کېمبرېج پوهنتون کې طب ولوست

" زما هيله همیشه همدا وه چي ډاکتر شم، تر څو لومړی خپلې کورنۍ بیا افغانستان او جګړه ځپلو سيمو ته خدمت وکړم. ځکه زیات شمېر خلک شته چې له ناروغیو کړېږي خو د مرستې څوک نه لري."

ډاکتر آرین چې اوس په لیورپول کې د راډيولوژي متخصص کارکوونکي په توګه کار کوي، د ټېلي هيل Teleheal)) په نامه یو پروګرام پیل کړی.

برتانوي ډاکتران د سکایپ له لارې په کابل کې ډاکترانو ته د دماغي ناروغیو، ټکرونو او نورو بېړنیو ناروغيو په حالاتو سلا مشورې ورکوي.

د ده يوه همکاره ډاکتره سومیټا چاولا چې د بريتانيا د انیټري پوهنتون په روغتون کې دنده لري وايي:

"موږ دې پايلې ته رسېدلي یوو چې د افغانستان په روغتونو کې هغه اسانتیاوې نشته کومې چې دلته شته. نو کله چې موږ سلا مشوره ورکوو باید د ناروغ د اړتیا او هلته د شته اسانتیاوو سره برابر کار وکړو. نژدې ۵۰ ډاکتران په رضاکارانه توګه سلا مشورې ورکوې، او له ورته پروګرامه د سوريې په ناورین کې هم ګټه اخیستل شوې."

د ټيلي هيل بریا ډاکتر آرین ته لاره پرانیسته چې د بېړنو درملو د مرستې شاهي کالج، نړیوال روغتیايي پروګرام او بې پولې ډاکترانو خیریه مرستو مرکز ته ویناوې وکړې. دی تېر کال د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا هم وستایل شو.

د افغانستان د بېړنيو او جدې پاملرنې ناروغیو مشر ډاکټر موسی زی زیور وايي چې افغان ډاکتران لږ تر لږه د بېړنیو او دماغي ناروغينو په نویو لارښوونو پوی شوي.

دغه همکاري د دې وړتیا لري تر په راتلونکې کې زرګونه خلک وژغورې په ځانګړي ډول د طبي او جراحۍ کارپوهانو د کموالي په صورت کې.

Image caption ډاکتر ارين له خپل مېرمنې او زوی سره

د ډاکتر آرین مېرمنې خپل د موډلینګ کارونه ځنډولي تر څو له دې پروګرام سره مرسته وکړي، وار له مخه يې د افغانستان لیدنه کړې چېرې چې له خپل مېړه سره یو ځای کډوالو کورنیو ته کالي-لباس برابر کړي.

ډاوینا وايي "ته باید قوي هوډ ولرې، دا یو ډېر له احساساتو ډک حالت دی. ما باید خپل ځان ټينګ کړی وای، ځکه زه هلته د دې د پاره نه وم چې یوازې ودرېږم او وژاړم، تاسو ماشومان او کورنۍ ګورئ چې هېڅ نه لري."

نوموړې وايي،"کله چې زه هلته لاړم، ما ته د حیرانتیا خبره وه چې څه ډول زما مېړه دلته ژوند کړي، ډېر ډارونکي حالت. خو د دوئ پر مخونو موسکا بل پیغام ورکوي چې ماته يې د حیرانتیا احساس راکړ".

ډاکتر آرین هيله لري چې دغه پلان ایتوپیا، عراق او سوريې ته هم وغځوي. دی واي چې دا به زما د وخت او پر ما زما د کورنۍ د پانګې ضایع کول وي که له دې فرصت نه ګټه وانخلو.

ورته مطالب