پاکستان د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون هرکلی وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption د هوکړې پر ورځ ولسمشر غني وویل هغه جګړه چې ټوله ګټه یې د بهرنیانو جیب ته ځي، باید ودرول شي. له افغانانو سره جګړه پای کې له ماتې سره مخامخ کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیکېدلو هرکلی کړی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اباد تل په دې ټینګار کړی چې د افغان شخړې د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لار نشته.

د پاکستان سفارت لیکي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره تر ټولو اغېزناکه لار د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په وسیله خبرې دي، په دې دلیل د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې بهیر هم په بریالیتوب پای ته ورسېد.

په خبرپاڼه کې پاکستان هیله ښودلې چې دا بهیر به د افغان حکومت او نورو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ هم د تړون او په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب شي.

د انځور حقوق Getty

* غني او حکمتیار د سولې هوکړه لاسلیک کړه

* نړیوالو رسنیو کې د سولې پر هوکړه غبرګونونه

سفارت په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي، د دغه هېواد دولت او ولس د افغان دولت او ولس تلپاتې ملاتړ کوي او د پرمختګ او سولې په برخه کې ور سره همکاري جاري ساتي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د پنجشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني او د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار لاسلیک کړ.

د سند لاسلیکولو لپاره په ارګ کې مراسم جوړ شوي و، چې پر افغان سیاستوالو او چارواکو سربېره بهرنیو ډيپلوماټانو هم ګډون پکې درلود، خو ګلبدین حکمیتار چې له کابل بهر دی، د ویډیو له لارې یې وینا وکړه او دا تړون یې لاسلیک کړ.

د انځور حقوق Getty

اړونده مطالب

ورته مطالب