افغانستان کې د ښاري او کلیوالو ملکیتونو د ثبت لړۍ پیل شوه

Image caption د افغانستان د ځمکې ادارې د شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د ښارونو ۷۰ سلنه او د کلیوالو سیمو ۸۰ سلنه ځمکې غیر رسمي دي

د افغانستان دولت د ښاري او کلیوالو ملکیتونو د ثبت بهیر له کابل ښار نه پیل کړی او دولتي چارواکو ویلي چې دا پروګرام به په ټول هېواد کې پلی شي.

محمد اشرف غني چې د ولسمشر په توګه د خپل کار په پیل کې ددې کار ژمنه کړې وه، په دغو مراسمو کې وویل، د خلکو ملکیتونو رسمي کول د ټولنیزو ستونزو یوه هغه حل کوي.

ښاغلي غني د شنبې ورځې (میزان/تلې ۱۰مه) په دغو مراسمو کې زیاته کړه، اوسمهال کابل کې د ځمکې ملکیت د عرفي والي له امله خوندي نه دی او د مالکیت رسمي اسنادو په ورکړې سره به یې اصلي مالکان وپېژندل شي.

د افغانستان د ځمکې ادارې د شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د ښارونو ۷۰ سلنه او د کلیوالو سیمو ۸۰ سلنه ځمکې غیر رسمي دي چې په دولتي ادارو کې نه دي ثبتې شوې.

د افغانستان ولسمشر وویل، ددغو ملکیتونو ثبت او ورته د مالکیت رسمي سند صادرېدل، ددې پروګرام په پلې کېدو سره پیلېږي ترڅو خلک وکولی شي په ډاډه زړه خپل کورونه ورغوي.

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې کورونه رسمي او ثبت شوی ملکیت نه لري، د ښاري نقشې پرته جوړ شوي او ښاري خدمتونه هم په دغو سیمو کې په ډېره کمه اندازه وړاندې کېږي.

لکه څنګه چې ښاغلي غني وویل، په دغو سیمو کې فرصت طلبه خلک هم هڅه کوي ناثبت کورونه غصب کړي. ښاغلي غني دا کار د شریعت او قانون خلاف د نه منلو کار وباله.

د ښاري او کلیوالو ملکیتونو د ثبت پروګرام پیلېدو مراسم د کابل ښار د خرابات له سیمې پیل شو چې د ښاغلي غني په وینا، دا سیمه به په یوه "فرهنګي پوهنتون" بدل کړي او د افغانستان د هنرونو موزیم به هم همدلته ورغول شي.

د خرابات کوڅه (سیمه) په تېرو وختونو کې د افغانستان د موسیقۍ د وتلو څېرو د اوسېدو له امله مشهوره وه او ولسمشر له دې ډلې د قاسم افغان، محمد حسین سرآهنګ، صادق هماهنګ او استاد هاشم طبله نواز نومونه یاد کړل.

ښاغلي غني د کابل ښار ملکیتونو د عرفي اسنادو رسمي کېدل، د کابل "بیاژوندي کولو لومړی ګام" یاد کړ او ویې ویل چې خلک به د نوي کابل د راڅرګندېدو شاهدان واوسي په ځانګړې توګه به ددې ښار مرکز هېڅکله ډول د اقتصادي ګټو قرباني نه شي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، په کابل ښار کې ټول انجنیري ترتیبات به د "اسلامي او افغاني" پروګرام پر بنسټ وي، ترڅو د هېواد ټول وګړي د پلازمېنې په توګه پر دې ښار وویاړي.

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ، د کابل په "بیاژوندي کولو" کې د هند د ګورګانیانو بنسټګر ظهیر الدین محمد بابر چې کابل یې له پلازمېنو و او همداراز د افغانستان د پخواني پاچا امان الله (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹) نظرونه هم مهاله په پام کې ونیول شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل کې د بابر بڼ

اوسمهال د کابل ښار نه یوازې د ماسټر پلان نه بهر سیمو کې له ستونزو سره مخ دی، بلکې په پلان شویو سیمو کې هم ډېرې ستونزې لري لکه د فاضلاب، اوبو رسولو او چاپیریال پاکوالي سیسټم نه لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب