"جلال اباد کې د ځانمرګي بريد مخه نيول شوې"

د انځور حقوق f

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي، د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې له "اسلامی دولت" نومې ډلې (داعش) سره تړلی یو کس چې غوښتل يې ځانمرګی بريد وکړي، نيولی دی.

د ملي امنيت د خبرپاڼې له مخې دغه بریدګر غوښتل چې د جلال اباد ښار د ګڼې ګونې په يوه سيمه کې چاودنه وکړي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د سرتېرو له خوا وپېژندل او ونيول شو.

د افغانستان ملي امنيت ويلي، دغه کس څلور مياشتې وړاندې له داعش سره يو ځای شوی و او له پوځي زده کړو وروسته په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کې يې برخه درلوده.

دی په وروستيو کې ځانمرګي بريد ته "چمتو" شوی و.

د افغانستان ملي امنيت ادارې د دغه کس ويډيو هم خپره کړې چې له داعش سره د تړاو په اړه اعتراف کوي، خو معلومه نه ده چې تر کومو شرايطو لاندې يې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

په افغانستان کې داعش ډله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعاله ده او هلته د امريکايي ځواکونو لخوا اکثره وخت د دوی پر پټنځایونو بمبارۍ هم کېږي.

څه موده وړاندې دغې ډلې په کابل کې د "روښنايي غورځنګ" پر يوه لاریون خونړی برید کړی و، چې همدا په پلازمېنه کابل کې د یادې وسله والې ډلې تر ټولو لوی او لومړی برید و.

همدا ډول، څو ورځې وړاندې د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې پوليسو په پلازمېنه کابل کې د يوه خونړي بريد مخنيوی کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب