د بروکسل کنفرانس کې میلیارد ډالري مرستو ته د افغانستان هیله مندي

د انځور حقوق

د افغانستان حکومتي چارواکو د بروکسل نړیوال کنفرانس کې د ګډون چمتووالي خبره کړې او هیله یې ښوولې چې نړیواله ټولنه په دې ناسته کې له افغانستان سره د پام وړ مرستو ژمنه وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د یکشنبې په ورځ (میزان/تلې ۱۱مه) ددغه کنفرانس اړوند توضیحاتو ورکولو لپاره پارلمان ته وربلل شوي وو، د احتمالي مرستو اندازې په اړه یې معلومات ورکړل.

دا دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د نژدې ۷۰ هېوادونو او ۳۰ سازمانونو د استازو په ګډون جوړېږي چې موخه یې له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کلونو کې مرسته ده.

ښاغلي حکیمي وویل؛ په دغه کنفرانس کې مرسته کوونکي هېوادونه به له افغانستان سره هرکال د ۳،۵ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

د هغو شمېرو له مخې چې نوموړي د جرګې په علني غونډه کې وړاندې کړل، پنځه لوی مرسته کوونکي عبارت دي له امریکا (۷۰۰ میلیونه ډالر)، جرمني (۴۵۰ میلیونه ډالر)، نړیوال بانک (۴۰۰ میلیونه ډالر)، اسیایي پراختیا بانک (۳۰۵ میلیونه ډالر) او هند (۲۵۰) میلیون ډالر).

د مالیې وزیر زیاته کړه، د افغانستان د حکومت تمه دا ده چې مرستې د افغانستان د ملي بودیجې له لارې او ددې هېواد د حکومت د لومړیتوبونو له مخې ولګول شي.

په همدې حال کې د "روښنایۍ غورځنګ" چې د بهرنیو مرستونو لګولو پر څرنګوالي نیوکه لري، بروکسل کې د کنفرانس په ورځ د لاریون لپاره چمتووالی نیولی او هدف یې دا دی چې افغانستان سره کېدونکو مرستو ته دې دا شرط وړاندې شي چې د هېواد په ټولو سیمو کې په متوازن شکل ولګول شي.

بلخوا د افغانستان حکومتي چارواکي په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې د مرستو پر ژمنې ټینګار کوي چې د افغانستان د مالیې وزیر په وینا، ددغه هېواد حکومت د روان مالي کال په تېرو لسو میاشتو کې د خپلې پراختیایي بودیجې یوازې ۳۵ سلنه لګولې ده.

د پراختیایي بودیجې په لګولو کې د ظرفیتونو کموالی د افغانستان حکومت یو له ننګونو دی. تردې وړاندې هم د پراختیایي بودیجې په لګولو کې د دولتي بنسټونو کمزورتیا د خبرو سرټکي ګرځېدلي.

د انځور حقوق MOF
Image caption حکیمي وویل، د بروکسل کنفرانس کې به مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره هرکال د ۳،۵ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

د مالیې وزیر د جرګې غړو ته وویل، د افغانستان نړیوال ملګري تمه لري چې ددغه هېواد حکومت په څلورو برخو کې عملي ګامونه پورته کړي. فساد سره مبارزه، د ټاکنیز نظام اصلاح او د ملي پراختیا پیاوړي کول او پرځان بسیاینې ته رسېدل او د بشري حقونو وضعیت لا ښه کول.

وړاندې تردې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن وویل، په دغه ناسته کې به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره هرکال افغانستان سره د ۳،۵ میلیارده ډالرو مرسته اعلان شي، خو دا مرسته "سپین چک نه دی او کېدای شي د افغانستان په پرمختګ او اصلاحاتو راوستو پورې تړلی وي. لکه اداري فساد سره مبارزه."

د پارلمان د نن ورځې په علني ناسته کې له اروپایي هېوادونو نه د افغان کډوالو پر داوطلبانه راستنېدو ټینګار وشو. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، له اروپایي هېوادونو سره ډېرې خبرې شوې دي ترڅو د کډوالو په زوره ایستلو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، اروپایي مرسته کوونکو هېوادونو "ګواښ" کړی چې پناه غوښتونکو سره د مالي مرستې لګښت به افغانستان سره له کېدونکو مرستو کم کړي. د هغه په وینا، که د کډوالو ستونزه حل نه شي، دا موضوع به د بروکسل په ناسته کې پر تمه کېدونکو مرستو اغېز وکړي.

همداراز د افغانستان د کډوالو چارو وزیر حسین عالمي بلخی وویل، له اروپایي هېوادونو د بېرته راستنېدونکو پناه غوښتونکو شمېر به د هغو پناه غوښتونکو په پرتله چې له ایران او پاکستان نه ستنېږي، "ډېر کم" وي.

هغه له اروپایي هېوادونو د ویستل کېدونکو کومه شمېره وړاندې نه کړه، خو ویې ویل چې په اوسط ډول هره ورځ له پاکستان نه ۵۰۰۰ او له ایران نه ۵۰۰ کسان په خبره یې ظاهرا په داوطلبانه ډول بېرته هېواد ته ستنېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب