پر کرزي لفظي برید ته د افغانستان ملي امنیت سلاکار توند غبرګون

د انځور حقوق ONSCA
Image caption ښاغلي اتمر (کیڼ لور ته) ویلي، ولسمشر کرزي ته سپکاوی د زغم وړ نه دی او دا د بهرنیو استخباراتو کار دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سولې عالي شورا پخواني رییس برهان الدین رباني د تلین په غونډه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه په کلکو ټکو غندلي دي او هغه یې د "بهرنیو استخباراتو" کار بللی دی.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې نن (میزان/تلې ۱۲مه) خپره شوې ښاغلي اتمر؛ دا لفظي بریدونه "تزویري لوبه" او پخواني ولسمشر ته "بې احترامي او سپکاوی" بللی او ټینګار یې کړی چې د "مراسمو تنظیموونکو او کوربنو مسوولیت درلود چې د ښاغلي کرزي په ګډون د ټولو مېلمنو شخصیت او حیثیت وساتي."

په دغو مراسمو کې یو شمېر ګډونوالو د کرزي پرضد شعارونه ورکړل چې د یوې شیبې لپاره غونډه ګډوډه شوه، خو وروسته ښاغلي کرزی یو کس چې د "مرګ پر کرزي" نارې یې وهلې و په غېږ کې ونیوه او "بهرنیانو" ته یې خبرداری ورکړ چې د هغوی توطیه به بریالۍ نشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی کرزی "ملي مشر" یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې حامد کرزی د افغانستان خلکو، د ملي یووالي حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني ته درناوي وړ شخص دی، خو د ښاغلی رباني د تلین مراسمو ته چې "مېلمه" په توګه بلل شوی و ورته سپکاوی وشو.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، ځینو "د بهرنیو استخباراتو اجورتي او مزدخورو کړیو زموږ د مشرانو او ملي شخصیتونو د شخصیتي ترور لپاره، پراخې ځنځیري هڅې پیل کړي دي"، خو نومونه یې نه دي یاد کړي.

د انځور حقوق SALAHUDDIN.RABBANI
Image caption د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو پر ښاغلي کرزي تر لفظي برید وروسته ټینګار وکړ چې دا کار باید په دې ګوند پورې ونه تړل شي

ښاغلي اتمر خبرداری ورکړی که هغوی خپلو "بهرنیو" بادارانو ته د چاپلوسۍ لپاره د اوسني او پخواني ولسمشر په ګډون ملي شخصیتونو سپکاوي ته دوام ورکړي، ښې پایلې به ونه لري.

ښاغلي کرزي څه موده مخکې بي بي سي ته ویلي؛ که طالبان د افغانستان کوم ولایت هم ونیسي، باید بمبارد پرې ونه شي. "طالبان افغانان دي. یو افغان ځواک راځي یوځای نیسي، موږ هم یو افغان یو، که په دغه صورت کې موږ یوځای نیسو نو موږ څه حق لرو؟ که موږ ټول افغانان یو، نو یو افغان ولې بل افغان ته وایي چې دا ځای نشې نیولی؟"

د ښاغلي کرزي دغو خبرو په افغانستان کې توند غبرګونونه راوپارول. ویل کېږي چې د ښاغلي رباني په تلین کې د "مرګ پر کرزي" شعارونه هم د نوموړي ددغو خبرو پایله وه.

په دغو مراسمو کې پر ښاغلي کرزي لفظي بریدونه د هغه د پلویانو سخت غبرګون راپارولی او ډېرو یې د هغه په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

که څه هم د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو پر ښاغلي کرزي تر لفظي برید وروسته په دغو مراسمو کې ټینګار وکړ چې دا کار باید په دې ګوند پورې ونه تړل شي.

تردې وړاندې د جنوبي ولایت کندهار ځواکمن امنیه قومندان توند غبرګون ښوولی او په یوه ویډیوي پيغام کې یې مجاهدینو ته خبرداری ورکړی، چې د کندهار، پکتیا او ننګرهار خلک به ددوی پرضد راپورته شي.

د پولیسو دغه جنرال ویلي؛ که مجاهدین د جهاد خبره کوي، "ترټولو ښه مجاهد ملا محمد عمر او ملا دادالله وو."

د انځور حقوق AP
Image caption عبدلرازق د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر او د طالبانو وژل شوی قومندان ملا دادالله اصلي مجاهدین وبلل

د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر او ملا دادالله د طالبانو پوځي قومندان و چې تر اخره یې د افغانستان د اوسني حکومت پروړاندې یې جګړه وکړه. ملا عمر په پاکستان کې مړ شو او ملا دادالله د افغانستان په سوېل کې ووژل شو.

د کندهار د پولیسو قومندان همداراز زیاته کړې، کوم کسان چې د "جهاد او مقاومت" نارې وهي، په واقعیت کې "نه هغوی جهاد کړی نه مقاومت" ځکه چې د هغه په خبره ملا دادالله په یوازې ځان "هغوی تر کولاب او مشهد" وځغلول.

د ښاغلي رازق اشاره د جمعیت اسلامي او پخواني شمال ایتلاف ته ده چې برهان الدین رباني د "جهاد او مقاومت" مشر بولي او د ښاغلي رباني د ترور په پنځم تلین کې یې مجاهدین ته پر نه پاملرنې نیوکه وکړه.

د کندهار د پولیسو قومندان دغو خبرو د افغانستان په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او هغه د وسله والو ځواکونو د حرفوي اصولو خلاف او د قومي انګېزو درلودونکي ګڼل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب