"د هلمند ناوې امنیه قومندان وژل شوی، ولسوالۍ طالبانو نیولې"

د انځور حقوق Getty

د افغانستان په سوېل د هلمند ولایت کې حکومتي سرچینې وایي، تر څلور ورځني کلابندۍ وروسته د ناوې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت په خپل ټوېټر لیکلي چې دغه ولسوالۍ سقوط‌ نه دی کړی او په وینا یې وسله والو مخالفینو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تېره شپه په دغه سیمه کې د طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ جګړه وشوه چې د هلمند د والي ویاند په وینا، په نښته کې د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان احمدشاه سالم زوی هم وژل شوی دی.

د افغانستان پارلمان غړی او د امنیه قومندان ورور عبدالودود پوپل وایي چې ښاغلی سالم زوی له لسو پولیسو سره وژل شوی.

ویل کېږي چې جګړه نن هم روانه سهار هم روانه وه، خو هلته کومکي سرتېري نه دي استول شوي.

طالبانو ویلي چې د ناوې ولسوالۍ یې نن سهار وختي تر یوې جګړې وروسته نیولې ده.

بلخوا د هلمند مرکز لشکرګاه ځینو سیمو کې هم د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب