وروستیو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ عواید دوه برابره شوي

کابل ښاروالي وايي، د تېر په پرتله یې راغونډې کړې مالیې دوه برابره ډېرې دي
Image caption کابل ښاروالي وايي، د تېر په پرتله یې راغونډې کړې مالیې دوه برابره ډېرې دي

کابل ښاروالۍ وایي په وروستۍ یوه میاشت کې یې له محصولاتو ترلاسه شوي عواید له ۲۵ میلیونو افغانیو ۵۲ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي دي.

د دغې ادارې چارواکي د محصول د لوړېدو لامل د کابل په څلورو دروازو کې جدي څارنې او د امنیتي ځواکونو په مرسته له زورواکو محصول اخیستل یادوي.

په تېرو څلور میاشتو کې د کابل له دروازو له ۲۳ میلیونو ډالرو ډیر محصول ترلاسه شوی.

د ښاروالۍ چارواکي وایي سږ کال باید ۵۴ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

د کابل څلور دروازې، د کابل ښاروالۍ لپاره د عایداتو مهمې سرچینې دي.

کابل ښاروالۍ، هغه اداره چې عادي او پراختیایي بودیجه یې باید د دروازو له محصول، د ښار له پاکولو او د ښاري خدمتونو له محصولاتو برابره کړي.

د کابل ښاروالۍ د عوایدو مشر عبدالوکیل عطایي وایي په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۴۰ سلنه عواید لوړ شوي دي چې لامل یې د محصولاتو په راټولو کې جدي څارنه یادوي:

''د تېر کال په پرتله مو عواید لس سلنه لوړ شوي لا مل یې دا دی چې یو شمیر زورواکو به شګې خښتې او ځیني نور شیان راوړل نو محصول به یې نه ورکوه.

Image caption د کابل ښار ختیځه دروازه د کابل ښاریانو د عوایدو یوه اصلي سرچینه ګڼل کېږي

اوس د ګارنیزون په مرسته دا کسان محصول ورکوي او تر څنګ یې د څارنې برخه جدي شوې هره برخه څاري''.

په څرخي پله کې د کابل ختیځه دروازه د کابل ښاروالۍ د عایداتو مهمه سرچینه ده. هره ورځ سلګونه باروړونکي موټر چې بېلابېل توکي پکې بارو وي له دې لارې کابل ښار ته رادننه کیږي.

بار وړونکي موټر تر ډېره د ښار د ګڼې ګوڼې له امله د ورځې اجازه نه لري او همدلته په دروازه کې دریږي چې وروسته د محصول په ورکړې د شپې له خوا ښار ته دننه کیږي. د باروړونکو موټرو د محصول د وکړې پرمهال بېلابېل کارکوونکي او څارونکي، د ښاروالۍ ګارنیزون امنیتي ځواکونه او په خپله د دروازې کارکونکي ولاړ وي

د لارۍ موټر یو چلونکی الف خان چې پنځه کاله کیږي له پاکستانه افغانستان ته سمنټ (سیمټ) راوړي. ښاروالۍ یې له ۳۷ ټنه سمنټ (سمټ) څخه نژدې ۶ زره محصول اخلي.

الف خان وایي: ''ډېری وخت یې د مال مشران ورته وایي چې محصول مه ورکوه خو دی یې د دولت حق ګڼي او د محصول له ورکړې پرته نه ځي''.

د څرخي پله په دروازه کې په یوې لويې نوم دړې د ښاري محصول د ورکړې لیکل شوي خو له دې سره بیا هم یو شمېر کسانو تر دې میاشتو وړاندې هم ښاري محصول نه ورکاوه.

Image caption د کابل ښاروالۍ د عوایدو مشر عبدالوکیل عطایي وایي په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۴۰ سلنه عواید لوړ شوي دي چې لامل یې د محصولاتو په راټولو کې جدي څارنه یادوي

سید هاشم چې ۶ کاله کیږي د خپل بار وړونکي موټر په مرسته کابل ښار ته شګه راوړي:

''درې میاشتې وړاندې موږ محصول نه ورکوه او ښاروالۍ هم نه غوښته اوس محصول غواړي''

اوس په دې دروازه کې د هغو کسانو لپاره چې د محصول له ورکړې یې تېښته کوله د ګارنیزون ځواکونه ځای پر ځای شوي. ترڅنګ یې د هرې ټاکل شوې ډلې ترڅنګ د ښاروالۍ دوه تنه څارونکي هم ګومارل شوي چې د فساد مخنیوی وکړي.

له کابل ښارولۍ دلته ګومارل شوی استازی سید سلیم وایي پخوا د زورواکو له خوا د محصول د نه ورکړې کیسه وه خو ترڅنګ یې کمیشنکاران فعال وو او کارکوونکي هم په فساد کې ښکېل و:

''موږ له ګارنیزون نه مخکې راغلي یو تر دې دمه کوم زورواکی نه دی راغلی چی محصول ورنکړي ،خو خپله اداره کې ستونزه وې موټر چلونکو سره به یې خبره جوړه کړې وه پیسې به یې خپلو کې سره اخیستلې په دې معنی چې فساد و''.

ډېری له دې شکایت کوي چې کابل ښاروالي په فساد کې ښکېله ده. تر دې دمه دا اداره د سرپرست ښاروال له خوا اداره کېږي. په وروستیو کې وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې د کابل به عایداتي دروازو کې دې د فساد مخه ونیول شي.

Image caption د مالیې یو ورکوونکی

ښاروالۍ وایي سږ کال یې د محصولاتو راټولو ته له ۵۴ میلیونو ډیر هدف ټاکلی تر دې دمه چې له مالي کال څخه اته میاشتې تیرې شوي له ۲۳ میلیونو ډیر عواید یې ترلاسه کړي نو دې هدف ته رسیدل ګرانه خبره ښکاري.

اړونده مطالب

ورته مطالب