کندوز کې څلورمه ورځ هم جګړه دوام لري

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption افغان چارواکي وايي، کندوز ته تازه دمي سرتېري استول شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې چاڼيز عملیات دوام لري.

د افغانستان شمال ختیځ کندوز ولایت سیمه ییزې سرچینې او چارواکي وايي، کندوز ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د څلورمې ورځې لپاره هم جګړه دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ (تله ۱۵مه) د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد کندوز ښار ته تللی دی.

ددغه وزارت په وینا، د ښار په ځینو برخو کې جګړه دوام لري، خو په زاخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو هوايي برید ''۱۵ اورپکي'' وژلي دي.

یاد وزارت وايي، کندوز ته تازه دمي سرتېري استول شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې چاڼيز عملیات دوام لري.

Image caption د کندوز جګړې ته د کورنیو چارو د وزیر پښې هم ورڅکول شوې دي

بل خوا، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، ولسي وګړو ته د زیان اوښتو د مخنیوي پخاطر د کندوز ښار په ځینو برخو کې د پاکسازۍ عملیات ورو او په احتیاط روان دي.

دی ادعا کوي چې اورپکو ولسي وګړي د ډال په توګه ګرځولي دي.

ښاغلی وزیري وايي، ښار د افغان امنیتي ځواکونو تر واک لاندې دی، یوازې د ښار سوېل او سوېل لوېدیځ کې د طالبانو اړوند کسان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او امنیتي ځواکونه یې کور په کور په لټه کې دي.

په وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه ورکړل شول، د دولت مخالفو ځواکونو له شاتګ وروسته دولتي بنسټونو او د خلکو ملکیتونو ته اور ورته شوی، خو په سیمه کې ځینو عیني شاهدانو ویلي، چې دا ځل طالبانو بېل ډول راغلي او پر چا غرض نه لري.

د کندوز ولایت یو اوسېدونکی غلام سرور وايي، پر کور یې د هاوان یوه مرمۍ ولګېده او د زوی یوه پښه یې غوڅه شوه. دی وايي، په ډېر کړاو یې خپل زوی تر کابله ورساوه، خو بیا یې هم د پښې غوڅېدو مخه ونه شوای نیولی:

Image caption د کندوز بې ځایه شوي د تخار ښار پارکونو کې دېره شوي

''هاوان راپرېوت، پښه یې ماته شوه، د کندوز دوه سوه بستریز روغتون ته مې ولېږداوه، لومړۍ روغتیايي مرسته یې ورسره وکړه، ویل یې که پښّ یې غوڅه نه کړو، نه رغېږي. ومې نه منله، له ګڼو کورونو مې تېر کړ، یو ګاډی مې کرایه کړ او د لسو زرو افغانیو په بدل کې مې کابل ته راولېږداوه، خو د ټپي پښه مې غوڅه شوه.''

د کندوز د روغتیا مشر عبدالحمید اعلم بي بي سي ته وویل، تېره ورځ پر روغتون له برید وروسته، ناروغان د ګاوونډیو ولایتونو روغتونونو ته ولېږدول شول.

رپوټونه وايي، تېره ورځ (تله ۱۴مه) د کندوز پر روغتون د هاوان او توغندي برید وشو.

ښاغلی اعلم وايي، نن ګهیځ وختي امنیتي ځواکونو یو کمربند جوړ کړ، چې په مټ یې خلکو خپل ناروغان ولېږدول.

دی وايي، نن هېڅ کوم ټپي د کندوز روغتون ته رانه وړل شو.

د خواله رسنیو کاروونکو په ګاونډي تخار ولایت کې هم د روغتونونو د ټپیانو په اړه انځورونه او څرګندونې خپرې کړې، چې وايي ډېری یې وینې ته اړتیا لري.

Image caption پر څلورمه ورځ هم کندوز کې جګړه روانه ده

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، تخار ته له کندوزه شاوخوا دو زره کورنۍ راغلې او نژدې ۶۰۰ موټر پر لار دي.

د ۸۰۸ زون د پولیسو عمومي ''سپین زر'' قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې کندوز کې ''تر ۱۲۰ ډېر طالب اورپکي'' وژل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب