ننګرهار کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې په تړاو ضد او نقیض ادعاوې کیږي

په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، له جلال اباد ښار سره نږدې د نجم الدین اخونزاده د مدرسې په سیمه کې یو ځانمرګی برید شوی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، په برید کې څلور ملکي وګړي مرګوني ټپیان شوي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، برید هغه مهال وشو چې افغان ځانګړو ځواکونو په سیمه کې تالاشي کوله.

له بلې خوا د پیښې عیني شاهدان وایي، په برید کې ځانګړو ځواکونو ته زیان اوښتی خو چارواکي یې نه مني.

* جلال اباد کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

له بلې خوا د ناټو ځواکونو د روزنې ماموریت هم ويلي، چې په ننګرهار کې یوې چاودنې دوه امریکایي سرتیري ټپیان کړي دي.

څو ورځې مخکې هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو امریکايي سرتېري په چاودنه کې وژل شوی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب