د چورلکې غورځېدو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کیږي

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د افغان ملي اردو چورلکه غورځېدلې، خو په تړاو یې چارواکي او وسلوال طالبان ضد او نقیض څرګندونې لري.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت بي بي سي ته وویل، دا چورلکه د یکشنبې په سهار ډنډغوري ولسوالۍ په قرغان غونډۍ( د بغلان له مرکز پلخمرۍ ښار لس کیلومتره لرې) کې غورځېدلې ده.

د ښاغلی بشارت په خبره، چورلکې د پوځ او پولیسو یوې اډې ته مهمات او خوراکي توک لېږدول، خو د تخنیکي ستونزو له امله وغورځېدله.

* لوګر کې غورځېدلې چورلکه د پاکستان ده

* اتمر پوځ ته د چورلکو چمتو کولو لپاره روسیې ته لاړ

له بلې خوا طالبانو ادعا کړې چې وسله والو یې دا چورلکه هغې پوځي مرکز ته د اکمالاتي موادو د لېږدولو په مهال ویشتلې، چې دې ډلې له څو ورځو راهیسې کلابند کړې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو ادعا رد کړه، خو ویې منله چې د چورلکې د لوېدو په پیښه کې ۷ تنه وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند بشارت هم د طالبانو د ادعا په ردولو سره وايي، چورلکه د امنیتي ځواکونو په اډه کې غورځېدلې او د طالبانو له برید سره تړاو نه لري.

خو زیاتوي، دا پوځي مرکز چې له سلو ډېر پولیس او پوځیان پکې دي له پنځو ورځو راهیسې وسلوالو طالبانو کلابند کړی ده.

د هغه په خبره، د دې کلابندۍ د ماتولو لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي او د اډې په منځ کې هم له ځان د دفاع لپاره ډېر ځواکونه شته.

د نوموړي په وینا، پر دغه اډه د وسلوالو طالبانو په څو بریدونو کې د دې ډلې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شوي، خو بیا هم اډې ته نږدې شوي نه دي.

دا اډه په دهنه غوري سیمه کې ده چې له نږدې دوو میاشتو راهیسې وسلوال طالبان پرې واکمن دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب