کندهار کې چارواکو پر پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ کارګو مالیه ولګوله

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر وايي، په کندهار ولایت کې افغان چارواکو پر پاکستاني ټرکونو د کارګو ټېکس په ډول پنځه زره افغانۍ مالیه لګولې ده.

جمال الدین اڅکزي اردو بي بي سي ته وویل، دا مالیه د افغانستان مرکزي حکومت نه بلکې په کندهار کې ځايي چارواکو لګولې ده.

د هغه په خبره، دا مالیه د بلوچستان له چمن سره تړلي سپین بولدک کې له پاکستانیو موټرو اخیستل کیږي.

* چمن کې د پاکستان بیرغ وسوځول شو

* افغان سوداګرو سپین بولدک کې کاربندیز وکړ

* د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پاموړ زیات شو

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، چې له پاکستانیو موټرو دا ۵۰۰۰ افغانۍ د افغانستان د مالیې وزارت د مکتوب له مخې د ځمکې بیه(خاک پولي) په نوم اخیستل کیږي:

"د ادعا ناسمه ده چي گواکي ځايي چارواکي له پاکستانیو موټرو دا پیسې اخلي. د کندهار د ګمرک ریاست د مالیې وزارت د مکتوب له مخې دا پیسې له پاکستانیو موټرو اخلي او په نورو بندرونو کې هم ورته چلند پیلیږي."

نورو ولایتونو ته د دې پروسې غځېدل

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی هم د جمال الدین اڅکزي دا څرګندونې بې ځایه بولي، چې د کندهار چارواکي په خپل سر له پاکستانیو موټرو پنځه زره افغانۍ اخلي:

"دا پنځه زره افغانۍ د افغان حکومت د مقررې په اساس ټولیږي. دا پروسه اوس په سپین بولدک کې پیل شوې، وروسته نورو هغو ولایتونو ته هم غځیږي چې له پاکستان موټر ورته را ننوځي."

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د دې پروسې په غځېدلو سره به د افغانستان د مالیې وزات عاید زیات شي.

د انځور حقوق Matiullah Achakzai
Image caption د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه دا مالیه له پاکستاني سوداګرو سره توپیري چلند بولي.

د پاکستانیو سوداګرو ستونزې

د افغاننستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر زیاتوي، پاکستاني ټرکونه د پاکستانیو سوداګرو مال نه یواځې افغانستان بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدوي.

* له کندهاره ۳۶۲ ناقانونه پاکستاني کارګر وشړل شول

د جمال الدین اڅکزي په باور، پاکستاني سوداګر نورې ډېرې ستونزې هم لري، چې په اسلام اباد او کابل کې به د ګډې خونې په راتلونکو ناستو کې راپوته شي.

نوموړی وايي، افغان چارواکو د دې ستونزو د اوراولو ډاډ ور کړی، خو لا یې هم ګام نه دی پورته کړی، ځکه پاکستاني سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption له پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه په سپین بولدک کې اخیستل کيږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب