BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 16:30 گرينويچ 2007 ,23 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د ظاهرشاه د ژوند لوړې او ژورې
 

 
 
پخوانى پاچا، محمد ظاهر
په افغانستان کې د پخواني پاچا د واکمنۍ کلونه په شلمه پېړۍ کې د دغه هېواد تر ټولو ارام پېر بلل کېږي
برخليک محمد ظاهر شاه ته دوه ځله په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې له اروپا نه خپل هيواد ته د ستنېدو چاره ورترغاړه کړه: يو ځل د تنکي زلمي په توگه د شلمې پېړۍ په سر کې او بل ځل په بوډاتوب کې د يو ويشتمې پېړۍ تر پېلېدو لږ وروسته.

د ژوندانه سمه نيمه برخه يې په بهر کې تېره شوې، خو زوکړه يې دننه په افغانستان کې شوې ده د ١٢٩٣ کال د لړم پر ٢٣ د کابل په ده افغانانو کې. پلار يې، جنرال محمد نادرخان، د هيواد تر ټولو ځواکمن پوځي قوماندان بلل کېده، خو د محمد ظاهر په خپله يې له عادي ولس سره د شتمنۍ توپير ډېر لږ و.

''داسې نه وه چې زه شهزاده رالوى شوى يم. زه شهزاده نه يم لوى شوى. د سپاه سالار زوى وم، د داسې سپاه سالار چې هېڅ وخت په کور کې نه و، ټول ژوند يې د خلکو خدمت کې ته وقف شوى و. که څۀ هم د خپلواکۍ له گټلو وروسته، زما پلار په هېواد کې دويم سړى و، خو زموږ ژوند د يوۀ ډېر کوچني مدير په کچه هم نه و.''

ظاهر شاه رېښتيا هم شهزاده نه و ، خو هغه مهال شهزاده شو، چې پلار يې د امان الله خان تر نسکورېدو وروسته د قومي جرگې په پرېکړه د هيواد نوى پاچا غوره شو او څلور کاله وروسته د پلار په وژل کېدو پسې، پخپله په ١٩ کلنۍ کې واکمنۍ ته ورسېد.

د اوږده سلطنت تر نيمايي زياته برخه يې د ترونو تر سيوري لاندې تېره شوه، خو تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته پخپله د مستقل شخصيت په توگه ډگر ته راووت. په دغه جگړه کې يې افغانستان د غليمو ايتلافونو له سياليو لېرې او له جگړې خوندي وساته.

پخوانى پاچا
 داسې نه وه چې زه شهزاده رالوى شوى يم. زه شهزاده نه يم لوى شوى. د سپاه سالار زوى وم، د داسې سپاه سالار چې هېڅ وخت په کور کې نه و، ټول ژوند يې د خلکو خدمت کې ته وقف شوى و. که څۀ هم د خپلواکۍ له گټلو وروسته، زما پلار په هېواد کې دويم سړى و، خو زموږ ژوند د يوۀ ډېر کوچني مدير په کچه هم نه و
 
پخوانى پاچا

د هند د نيمې وچې تر خپلواکېدو وروسته يې له نوي جوړ شوي هيواد، پاکستان، سره د ډېورنډ د ليکې پر سر لانجه راغله چې د لويې جرگې په پرېکړه يې د گډې پولې په توگه رد کړه. د کوزې خوا پښتانه او بلوڅ يې د خپل ويشل شوي هيواد د برخې په توگه وپېژندل او مخامخ اړيکي يې ورسره پراخ کړل.

په کور دننه يې گام په گام سمونوته لاس واچاوه لکه: عصري تاسيسات، د زده کړو عامېدل، له بهر سره د اړيکو پراخېدل او ښځو ته په ټولنيز ژوندانه کې د ونډې قايلېدل. خو د يوه پخواني وزير عزيزا لله واصفي په وينا دده ترټولو لوى ميراث په افغانستان کې د مشروطه نظام اعلان و چې مخکنيو نسلونو ورته ډېرې قربانۍ ورکړې وې.

دا ډول مخبنايي بدلونونه د بنسټيزو جوړښتو له اوښتون سره ملگري نه شول او هيواد لاهم هماغسې د بېسارې بېوزلۍ په منگلو کې ښکېل پاتې و. نويو ټوکېدلو سياسي ډلو له دې حالت نه په گټې اخيستنې فضا ناکراره کړه او د وروسته پاتې والي پړه يې مخامخ پر ټولواک اچوله.

خو د هغه مهال د صدارت يو مرستيال ډاکټر عبدالصمد حامد وايي چې د اقتصادي بېوزلۍ او وروسته پاتې والي پړه يوازې پر محمد ظاهر شاه نشي راتلاى:

''د دۀ د پاچايي دوره په کورنۍ او نړيواله کچه له سختو کړکېچنو حالاتو سره مله وه. هغه څه چې هغه مهال افغان ولس ته پکارو، موږ تر هغه وړواندې تگ نه دى کړى. او دا هم سمه نه ده چې د دغه وړاندې تگ پړه يوازې پر پاچا ورواچول شي، بلکې هر چا خپل مسوليت درلود.''

ظاهرشاه ١٩ کلن و چې پر پاچايي کېناست

که څه هم د ښي او کيڼ لاس ډلو هرې يوې هڅه کوله چې د زور په کارولو د ظاهر شاه واکمني واړوي، خو اصلي خطر په خپله د سلطنتي کورنۍ له منځ نه راوټوکېد.

د خپل تربور- سردار محمد داود لخوايې د جمهوريت دا اعلان د ١٣٥٢ لمريز کال په دوبي په داسې حال کې واورېده چې په ايټاليا کې د سترگو په درملنه بوخت و او په خپل اعتراف يې له مقاومت ځکه جمهوريت ته غاړه کېښوده چې نور ستړى شوى و او هوسا کېدل يې غوښتل.

خو لکه چې برخليک هوسا کېدو ته نه پرېښوده: ځايناستى يې د شوروي پلوه گوند په کودتا کې ووژل شو او ورپسې د واکمنې ډلې خپلمنځي سياليو او د هغې خلاف ولسي مقاومت هيواد د يوه ژورېدونکي کړکېچ لور ته څکاوه.

په پاى کې شوروي بريد وکړ او هيواد ددغه زبر ځواک په منگولو کېوت. ظاهر شاه څو کاله په خاموشۍ کې تېر کړل خو وروسته يې د روسانو خلاف جهاد سره د ملگرتيا اعلان وکړ.

پخوانى پاچا
پخواني پاچا نژدې درې لسيزې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې

خو په جهاد کې يو شمېر ښکېلو ډلو د هغه ونډه ونه منله او آن هغه يې د راټوکېدلي بحران عامل وباله.

ولس چې د ظاهر شاه د څلوېښت کلن سلطنت په آرامۍ پسې يې آرمان کاوه، ډگر ته د هغه د بيا راوتلو هرکلى وکړ. په کابل کې حکومت هم هڅه وکړه له هغه سره د تماس له لارې د هيواد کړکېچ ته د حل لاره ومومي. دغه نوښت ولسمشر نجيب الله مخ ته کړ، خو ظاهر شاه ونه مانه.

مخکيني پاچا له چا سره د همکارۍ پر ځاى د بيړنۍ لويې جرگې طرحه او يو درې فقره ييزه پلان وړاندې کړ چې په بهر کې يې د مېشتو کډوالو کلک ملاتړ خپل کړ. دغو طرحوجهادي ډلې چې ځانونه يې راتلونکي واکمنان بلل، سختې وقهرولې.

د هغه يو شمېر ټينگ ملاتړي په مرموز ډول ووژل شول او پر ده هم د چړې بريد وشو، خو ژوندى ووت. کابل سقوط وکړ او جهادي ډلې، لکه چې اټکل کېده د واک پر سر ونښتې. درې کاله وروسته ددغو ډلو خلاف راپورته شوي نوي غورځنگ- د طالبانو تحريک - هم د ولسي ملاتړ د خپلولو لپاره د ظاهرشاه نوم د شعار په توگه وکاراوه، خو پر واک د منگولو له ټينگېدو سره يې هغه ته شاته کړه.

دا ځل د طالبانو مخالفينو د محمد ظاهر شاه لمن ونيوله. د کابل تر بايللو وروسته شمالي ټلوالې په رسمي ډول له هغه نه وغوښتل چې مزارشريف ته ورشي او د کړکېچ غم وخوري. خو دغه بلنه د پخواني پاچا لخوا رد شوه.

د ظاهر شاه د وياند لخوا مزارشريف ته د طالبانو د رسېدو هرکلي، له شمالي ټلوالې سره د هغه اړيکو ته کلک گوزار ورکړ.

پخوانى پاچا د راستنېدو پرمهال له ولسمشر کرزي سره
 زه پوهېدم چې د ژوندانۀ ډېرې شپې مې نه دى پاتې. نو ځکه مې وغوښتل چې راستون شم، او خپل هېواد ته وروستى خدمت وکړم، او بيا هماغلته په خپل وطن کې خاور ته وسپارل شم. ډارېدم چې له دغې ناروغۍ څخه په بهر کې مړ نه شم. او همدې خبرې زه دې ته کش کړم چې خپلې وروستۍ شپې او ورځې په افغانستان کې تېرې کړم
 
محمد ظاهر شاه

ايله هغه مهال چې د نړيوالو ځواکونوتر کلکو گوزارونو لاندې د ١٣٨١ کال په پسرلي کې طالب رژيم وپرزېد، ظاهر شاه تر ٢٩ کلو جلاوطنۍ وروسته خپل هيواد ته د بيا ستنېدو امکان وموند. د نوي پړاو په تاريخي پېښو کې يې د مشرتابه سمبوليک رول ولوباوه.

بيړنۍ لويه جرگه يې پرانيسته او د اساسي قانون د لويې جرگې غړو ته يې، چې ده ته يې د ملت د بابا لقب ورکړ، وينا وکړه.

او د دريو لسيزو تر يوې وقفې وروسته يې يو ځل بيا د افغانستان ټاکل شوى پارلمان له ولسمشر کرزي سره په گډه پرانيسته.

که څه هم د کورنۍ ځينو نژدې غړو يې د سلطنت د بيا ژوندي کولو هيله نه پټوله، خو ظاهر شاه تل ويل چې د واکمنۍ په فکر کې نه دى، يوازې يې غوښتل چې ولس ته خپل وروستى خدمت وکړي.

تر څه ځايه يې دغه کار وکړ او بله هيله يې هم چې د راستنېدو محرک يې و، بشپړه ترسره شوه، چې دهغه په خپلو ټکو داوه: ''زه پوهېدم چې د ژوندانۀ ډېرې شپې مې نه دى پاتې. نو ځکه مې وغوښتل چې راستون شم، او خپل هېواد ته وروستى خدمت وکړم، او بيا هماغلته په خپل وطن کې خاور ته وسپارل شم. ډارېدم چې له دغې ناروغۍ څخه په بهر کې مړ نه شم. او همدې خبرې زه دې ته کش کړم چې خپلې وروستۍ شپې او ورځې په افغانستان کې تېرې کړم. ''

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت