BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:57 گرينويچ 2007 ,24 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
پخوانى پاچا خاوروته وسپارل شو
 

 
 
پخوانى پاچا، محمد ظاهر
پخواني پاچا په وروستيو پنځو کلونو کې سخت ناروغه و، ان چې څو ځلې يې د مرگ اوازې خپرې شوې
د افغانستان پخوانى پاچا، محمد ظاهر، چې تېره ورځ د ٩٢ کلونو په عمر په کابل کې ومړ نن (سه شنبه) خاورو ته وسپارل شو.

ظاهر شاه، د افغانستان د وروستي ټولواک په توگه، په لويو تشريفاتي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو.

د دۀ ځنازې ته دگڼ شمېر افغانانو او د حکومتي مشرانو سربېره، له بهر څخه هم لوړپوړي چارواکي راغلي وو.د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز د هغۀ هېواد له څو وزيرانو سره، د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ او د ځينو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالانو په دغو مراسمو کې گډون کړى و.

د محمد ظاهرشاه ځنازه چې د افغانستان په ملي بيرغ کې پېچلې وه له ارگ ماڼۍ څخه د عيدگاه جومات ته د جنازې د لمانځۀ لپاره يوړله. له هغۀ ځايه د دۀ مړى د هېواد د ځانگړي گارد د سرتېرو پر اوږو د مرنجان تپې ته د ښخولو لپاره يوړل شو.

ويل کېږي چې دا د ظاهرشاه د پلار، محمد نادر خان، له مرگ وروسته په افغانستان کې د ځنازې تر ټولو شانداره رسمي مراسم و چې پخوانى پاچا پکې خاورو ته وسپارل شو.

پخوانى پاچا پنځه کاله وړاندې له ٢٩ کاله جلا وطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.

پخواني پاچا ته تر ډېره د ملي يووالي د سمبول په توگه کتل کېدل، په تېره بيا د هغۀ د واکمنۍ له پرځېدو سره د تاوتريخوالي د اوږدۀ پړاو له پيلېدلو وروسته.

سيمه ييزې راديوگانې او تلوېزيونونه د خپلو عادي تفريحي خپرونو پر ځاى د قرآن کريم تلاوتونه او مذهبي پرگرامونه خپروي او يا د پخواني پاچا پر ژوند او د هغۀ د واکمنۍ پر پېر غږېږي.

په کابل کې د دۀ ځنازې د مراسمو لپاره کوټلي امنيتي گامونه اخيستل شوي وو، او څرنگه چې درې ورځنى ماتم او ملي رخصتي اعلان شوې، تر نورو ورځو گڼه گوڼه خورا لږه ده.

محمد ظاهرشاه به د خپل پلار څنگ ته په کابل کې پر مرنجان تپه باندې خاورو ته وسپارل شو.



پخوانى پاچا د ارگ په ماڼۍ کې ومړ، چېرته چې دۀ د خپل ژوند پنځه کلونه تېر کړل. دى د هغې ناروغۍ لامله مړ شو چې په تېرو څو کلونو کې يې خورا کمزورى کړى و.

ولسمشر کرزي د پخواني پاچا د مرگ د اعلانونو پرمهال، هغه په هيواد کې د ملي يووالي د سمبول په توگه ياد کړ، چې په وينا يې، په خپل ټول ژوند کي يې د هيواد د پرمختگ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کړې دي .

محمد ظاهر شاه څلورلسيزې په افغانستان کې واکمن و، چې د دۀ واکمنۍ پېر د ارامۍ او ديموکراسۍ پړاو بلل کېږي.

پخوانى ټولواک محمد ظاهر په ١٩١٤ ميلادي کال کې کابل کې وزيږيد اوپه فرانسې کې يې زدکړې وکړې. دى ١٩ کلن و چې د خپل پلار تر وژل کيدو وروسته د افغانستان واکمن شو .

سياسي ميراث
پخوانى پاچا
 ځينې شنونکي پخوانى پاچا په افغانستان کې د ولسواکۍ بنسټگر او د دۀ واکمنۍ د هوساينې پړاو بولي، خو نور بيا وايي چې هغۀ په تر ټولو ارامه دوره کې هم خپل هېواد ته ډېر څه ونه کړل.
 

څنگه چې د چارويو شمير کار پوهان وايي د خپلې واکمنۍ په څلويښت کلنه دوره کې يې د هيواد د پرمختگ زمينه برابره کړه . په ١٩٤٣ کال کې نوى اساسي قانون جوړ شو چې په هيواد کې يې د ولسواکۍ لپاره لاره اواره کړه . په هيواد کې سياسي گوندونه جوړ او په پرتليز ډول خپلواکې رسنۍ رامنځته شوې .

په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د تره د زوى محمد داود خان لخوا تر کودتا وروسته ، پخوانى پاچا ايټاليې کې کډوال شو . په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د طالبانو د واک له نسکوريدو څخه څو مياشتې وروسته بيرته افغانستان ته راستون شو چې د اساسي قانون د لويې جرگې له خوا د ملت د بابا لقب ورته ورکړ شو.

پخواني پاچا په وروستيو پنځو کلونو کې سخت ناروغه و، ان چې څو ځلې يې د مرگ اوازې خپرې شوې. دى به يوازې د سترو ملي مراسمو په ترڅ کې راښکارېده.

ښاغلي کرزي په راوروسته کلونو کې هم د جگړې په بنديدو کې د هغه ونډه وستايله او ويې وويل چې په هيواد کې د سولې او پايښت د راوستو لپاره يې اغيزمنې هڅې وکړي .

خو يو شمير افغانان بيا پر پخواني ټولواک نيوکه کوي چې وايي د خپلې واکمنۍ په څلويښت کلنې دورې کې يې هومره څه نه دي کړي چې د هيواد د پر مختگ او سوکالۍ لپاره هغه مهال پکار و.

د پخواني پاچا د مړينې په ماتم کې به درې ورځې په پلازمينه کابل، ولايتونو او بهر کې د افغانستان په نمايندگيو کې فاتحې اخيستل کيږي او د افغانستان بيرغ به نيم ځوړند وي .

 
 
له پاچا سره يوه ليدنه او يوه خاطرهله پاچا سره يوه ليدنه او يوه خاطره
 
 
پخوانى پاچاپخوانى پاچا:
د ژوند لوړې او ژورې
 
 
پخوانى پاچاپخوانى ټولواک:
څلور لسيزې پاچاهي، درې لسيزې پردېسي او ستنېدنه
 
 
پخوانى پاچاد پخواني پاچا په وېر کې:
د نړۍ د مشرانو او سياستوالو غبرگونونه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت