BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2007 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
بغلان:د قربانىانو پاتې شوني کيسې کوي
 

 
 
بغلان پيښه
اسد الله په نامه د بغلان يو اوسيدونکي وويل چې درې زامن يې چې د ښونځي زده کونکي وو په دې بريد کې وژل شوي دي-دى تر هرچا ډير غمجن دى .
د افغانستان د بغلان ولايت د سه شنبې ورځې په چاودنې کې د يوشمېر زده کوونکو وژنې د يو شمير کورنيو انديښې زياتې کړي دي .

د زده کوونکو يو شمېر کورنۍ پر دولتي چارواکو نيوکې کوي چې د دوى ماشومان داسې ناستو او غونډو ته بيايي چې د چاودنو له گواښونو سره مخامخ وي .

په همدې حال کې د افغانستان د ښوونې وزارت د ښوونځيو له مسوولينو غوښتي چې په رسمي غونډو او محفلونو کې د زده کوونکو له بېولو ډډه وکړي .

په بغلان ولايت کې د تېرې ورځې د چاودنې له امله ١٨ زده کوونکي د پينځو ښوونکو په گډون وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي .

د بغلان په بمي چاودنه کې د ښونځيو د وژل شويو او ژوبل شويو يو شمېر ماشومانو ميندې او پلرونه پر حکومتي چارواکو له دې کبله په قهر دي چې وايي ولې يې ددوى ماشومان دغې تشريفاتي غونډې ته بيولي وو .

د بغلان په ولايت کې د ښوونځي د يو وژل شوي ماشوم پلار:

زما نوم محمدا سماعيل دى. ((موږ په هيڅ صورت کې دا نه قبلوو، دا سمه نه ده. ماشومان بايد زده کړه وکړي او نه بايد د چا د ښه راغلاست لپاره وکارول شي او که وي بيا دې همغسې ټينګ امنيت ونيول شي)).

دسه شنبې په ماسپښين په دغه بريد کې چې د بغلان د بورې د کارخانې تر څنگ د ولسي جرگې پر پلاوي وشو د ښوونځي يو گڼ شمير ماشومان هم دلته وه چې د پلاوي د هرکلي لپاره راوستل شوي وو.

راپورونه وايي چې په دغه بريد کې د لسگونو نورو ترڅنگ شااو خوا شل د ښوونځي ماشومان هم وژل شوي دي .

د بغلان يو اوسيدونکي چې په دغه پېښه کې يې درې ماشومان وژل شوي وايي ولې د ښوونځي ماشومان له زده کړې څخه ايستل کيږي او رسمي غونډو ته بيول کيږي .

((زما نوم اسدالله دى ، درې اولادونه مې چې په څلورم، نهم او دولسم ټولګي کې زده کړې کولې شهيدان شوي دي.

دوه زامن مې په چاودنه کې وژل شوي او يو د ټوپک په مرمۍ لګېدلى دى. ډېر نور کسان هم په مرميو لګېدلي دي.

اصلا زده کونکي ددې لپاره نه دي چې تشريفاتي غونډو ته دې وروستل شي او نور ډير دولتي اورګانونه شته چې تشريفاتي چارې تر سره کړي.))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د افغانستان تر ټولو بدې بمي پېښي
07 نومبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت