BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:49 گرينويچ 2007 ,13 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دټوکمارۍ اتل دخپل ځان په اړه غږيږي
 

 
 
عابد
دهنر د لوبولو پر وخت دده يوه ځانگړنه قره قولۍ ده چې مايک ته له رارسيدو څخه وړاندې خو په سټيج يې له جيبه راباسي او پر سرکوي يې.
محمد ابراهيم عابد له هغو هنرياليو افغانانو له منځه يو دى چې ددغه جگړه ځپلى ولس پرشونډو د بيوزلۍ د څپې پر ځاى د خندا د خپرولو هڅه کوي.

هغه هيواد چې لا يې هم ډيرى ولس دجگړو ، زور زياتيو او بشري ناورينونو د قربانيانو په توگه پاتې دي.

محمد ابراهيم عابدد همدې لپاره په عادي ژوند کې هم د تمثيل د ترسره کولو په ډول خوزيږي.

دښاغلي عابد په څير ټوکمارو هنري ويناوې اوخوزښتونه د ټولنې غړي ناڅاپي او ډراماتيک ډول خندوي که دوى په هر حالت کې وي.

ټوکماران وايي دوى د ميليونو انسانانو پر شونډوديوې شيبې لپاره دخنداد څپې د خپرولولپاره دي چې د انسانانو له منځه د کرکې او دژوند دناخوالو انديښنې ليرې کړي.

خو دوى وايي د ټولنې د غړو په توگه دوى خپله هم دهغه څه قربانيان دي چې بشري بيوزلي او ستونزې بلل کيږي .

په افغانستان کې دې ډگر ته نوى راوتلى زلمى محمد ابراهيم عابد د بي بي سي پښتو ويبپاڼې لپاره د مرکې پر وخت همداسې څه وويل .

ده وويل دافغانستان ناوړه اقتصادي ،پوځي او سياسي حالاتو ولس په ډيرو انديښنو اوکړاونو کې اچولى دى او که دى و کولى شي چې ددغو جگړه ځپلو خلکو له منځه څو تنه وخندوي ، دده لپاره د وياړ خبره ده.

ښاغلى عابد ٢٨ کاله وړاندې د ننگرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى .

ده هغه مهال د ټوکو پر ويلو لاس پورې کړ چې دښونځي په لومړنيو ټولگيو کې يې زده کړې کولې .

وروسته يې بيا په ښونځيو کې د سټيج پر سرکوميډي تمثيل کاو.

ابراهىم عابد
 ښاغلى عابد په کابل کې دى چې د لوى اختر په وياړ په ټلويژوني پروگرامونو کې ونډه واخلي .
 

خودى څو مياشتې وړاندې د يوخصوصي ټلويژون له لارې د١٠٠ تنو ټوکمارانو له منځه د وتلي ټوکمار په توگه افغانانو ته ور وپيژندل شو.

د ټلويژون په دې پروگرام کې له ونډه اخيستلو څخه وړاندې ښاغلي عابدد جلال باد په ښار کې د جامو د گنډونکي ((خياط)) په توگه کار کاوو.

دى اوس په ټولنه کې د ټلويزوني ټوکمار په توگه نوم لري او په لنډ وخت کې يې ډير شهرت تر لاسه کړى دى.

دى وايي ډير زيار باسي چې دهنر بڼه يې له نورو هغو څخه بيلوالى ولري او ځانگړنې يې يوازې ده پورې تړلې وي .

ښاغلى عابد طنزونه او ټوکې پخپله ليکي او د لوبولو لارښود هم نلري ، دى هم ټوټې جوړوي او هم يې لوبوي .

دهنر د لوبولو پر وخت دده يوه ځانگړنه قره قولۍ ده چې مايک ته له رارسيدو څخه وړاندې خو په سټيج يې له جيبه راباسي او پر سرکوي يې.

ډير خلک فکر کوي چې دده په خولۍ کې جادو ده خو دى وايي چې داسې هيڅ څه هم نشته .

ښاغلى عابد مو پوښتلى دى چې لومړنۍ ټوټه يې کومه وه چې دى پرې ډير وستايل شو.

ده يو څو بيتونه ياد کړل چې د لومړي ځل لپاره يې په يو پروگرام کې وړاندې کړي وه .

دغه بيتونه دادي: (( چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي.....چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي......چا ويل چې په جوياب کې چرگان نشته .

او هر پيوند له خپل پيوند سره جوړيږي ..... او هر پيوند له خپل پيوند سره جوړيږي.... ما ريکشا کې کلينر ليدلى نه دى.

او همداسې نور .))

ښاغلى عابد په کابل کې دى چې د لوى اختر په وياړ په ټلويژوني پروگرامونو کې ونډه واخلي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت