BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:24 گرينويچ 2008 ,25 فبروري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کونړکې بيارغاونې ته ٤٠ ميليونه ډالر بېل شوي
 

 
 
دکونړ سيند
سږ کال به يوازې د ولايتي بيارغاونې ډله په کونړ کې څه باندې څلوېښت ميليونه ډالر د بيارغاونې په چارو ولګوي .
د افغانستان د سيمه ييزو ادارو د پاليسۍ جوړونې د چارو مشر برناکريمي په ختيځ ولايت کونړ کې چارواکو ته وويل چې دغه اداره به په ټولو ولايتونو کې د متوازن پرمختګ پر پلان کار وکړي .

ده وويل سږ کال به د ولايتي بيارغاونې ډله په کونړ کې پر بيا رغاونه څه باندې دوه څلوېښت ميليونه ډالر ولګوي .

که څه هم برنا کريمي پر ځينو ادارو نيوکه وکړه، چې په خپلو چارو کې ټکني دي، خو وېې ويل په يو داسې پلان کار کوي، چې تر مخې ېې د بيارغاونې په برخه کې داسې همغږي وي، چې ديو بل له کارونو خبر وي .

ښاغلي کريمي په کونړ کې دولتې چارواکو ته وويل ددوى اداره هڅه کوي دافغانستان ټول ولايتونه يو ډول پرمختګ وکړي او دولايتونو لپاره ځانګړي پرمختيايي پلانونه او بوديجه بېله شي .

ده وويل:'' د ولايتونو لپاره تر اوسه داسې ځانګړى پلان نه دی جوړشوى، چې په بوديجه کې ورته ځای ورکړل شي .''

''موږ ددې پلويان يو چې د وزارتونو په بوديجه کې ولايتونو ته ځانګړې برخه ورکړل شي اوس بوديجه يوازې ولايتونو ته ورکول کېږي، موږ غواړو دغه کار د سيمه ييزو ادارو سره په ګډه تر سره شي، چې دا متوازن پرمختګ ته لاره اواروي . دا هغه څه دي چې زموږ اساسي قانون يې غواړي.''

د متوازن پرمختګ خبره له هغه وروسته کيږي، چې په ولسي جرګه کې د ځينو ولايتونو استازو نيوکه وکړه چې دافغانستان ځينې ولايتونو ته ډېره پاملرنه کيږي او ځينو ته کمه .

ښاغلي کريمي داهم وويل چې سږ کال به يوازې د ولايتي بيارغاونې ډله په کونړ کې څه باندې څلوېښت ميليونه ډالر د بيارغاونې په چارو ولګوي

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت