BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:43 گرينويچ 2008 ,01 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د خوست په عملياتو کې ' ٣٣ وسله وال وژل شوي'
 
وسله وال طالبان
ايتلافي ځواکونه وايي له دغو وسله والو سره د ار پي جي په گډون درنې وسلې هم وې .
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي د هېواد په سوېل ختيځ کې په هوايي بريد کې ٣٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

دغه خبره ايتلافي ځواکونو د يوې خپرې کړې خبرپاڼې له لارې کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي عمليات وروسته له هغه پيل شول کله چې دوى په خوست ولايت کې د وسله والو طالبانو پټنځايونه په نښه کړل او بيا يې تر خپل هوايي بريد لاندې ونيول .

د ايتلافي ځواکونو د خبرپاڼې پروينا، له دغو وسله والو کسانو سره د ار پي جي راکټ په شمول ځېنې درنې وسلې هم وې .

د خبرپاڼې تر مخه، دغه هوايي بريد د جون پر ٣٠، د چنگاښ په لسمه تر سره شوى دى .
خو طالبانو له تراوسه په دې اړه خپل غبرگون نه دى ښودلى .

په کندهار کې درې ايتلافي سرتېري وژل شوي

له بگرام څخه ايتلافي ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په کندهار ولايت کې يې د ترافيکي پېښې په پايله کې درې سرتېري وژل شوي دي .

ناټو ځواکونه په کندهار کې
ايتلافي ځواکونو د دغو وژل شويو سرتېرو د تابعيت په اړه څه نه دي ويلي .

د خبرپاڼې پروينا، دغه سرتېري هغه مهال ووژل شول کله چې يې د گزمې موټر د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له سړکه ووت او د سړک له غاړې په رود کې وروغورځېده .

ايتلافي ځواکونو د دغو وژل شويو سرتېرو د تابعيت په اړه څه نه دي ويلي .

په نيمروز کې يو وسله وال وژل شوى دى

د يوه بل خبر له مخې ايتلافي ځواکونو ويلي چې د افغانستان په سوېلي لوېديځ نيمروز ولايت کې يې په عملياتو کې يو وسله وال طالب وژلى او درې نور يې ژوندي نيولي دي .

ايتلافي ځواکونه وايي دغه عمليات يې د خاشرود په ولسوالۍ کې د يوه طالب قومندان د پلټنې په موخه پيل کړي ول .

دوى وايي چې دغه طالب قومندان – چې نوم يې نه دى په ډاگه شوى – د سړک د غاړې د ماينونو په خښولو، د وسلې په قاچاق او د وسله والو په همغږي کولو کې يې لويه ونډه درلوده .

نيمروز
تېره ورځ هم افغان چارواکو په نيمروز کې د شاوخوا دېرشو وسله والو د وژل کېدا ادعا کړې وه .

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم افغان چارواکو اعلان کړى و چې په همدې ولسوالۍ کې يې شاوخوا دېرش وسله وال وژلي دي .

د نيمروز د والي په وينا د تېرې ورځې په عملياتو کې د وژل شويو طالبانو په ډله کې ملا داوود، ملا رحمت الله او ملا منان په نومونو درې طالب قومندانان هم شامل ول .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت