BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:09 گرينويچ 2008 ,05 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کرزى : د نورستان د وژنو پلټنه دې وشي
 

 
 
کرزى پخوانى عکس
ولسمشر کرزي يوۀ لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې چې د دغې پېښې پلټنه وکړي
ولسمشر حامد کرزي د دفاع او کورنيو چارو د وزارت له چارواکو جوړ يوۀ کميسيون ته دنده سپارلې چې په نورستان کې د ملکي وگړو د ادعا شوې وژنې پلټنه وکړي .

د دغې وژنې ادعا د جمعې په ورځ د نورستان اوسيدونکو او چارواکو وکړه او ويې ويل چې د ايساف له لورې په بمبارۍ کې وژل شوي دي .

ايساف وويل چې د بمبارۍ له ځايه درې ورځې پر له پسې پر دوى بريدونه کيدل .

د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي له خوا د پلټنې له غوښتنې سره څتگته ايساف هم وويل چې دوى به هم په جلا ډول د دې پېښې پلټنه کوي .

په همدې ترڅ کې دنور ستان ولايتي شورا وايي دملکي وګړو دوژنې په غبرګون کې به خپلې دفترې وتړي.

دولايتي شورا ريس رحمت الله راشدي دغه گواښ له هغې وروسته وکړ چې تيره ورځ په نورستان کې يو شمير ولسي وګړي دايساف په بمبار کې ووژل شو .

دنورستان والي وايي وژل شوي ملکي بې ګناه وګړي دي چې ډاکتران او ښځې هم پکې دي.

نعمت الله کرياب پرې له اسد اباده رپوټ لري.

دنورستان دولايتي شورا ريس رحمت الله (راشيدي ) گواښ وکړ چې که دولسي وگړو مرګ ژوبله همداسې روانه وي دوي به خپلې دفترې وتړي او کورته به لا ړشي.

ده دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې تيره ورځ دايساف په بمبار کې دچارواکو په وينا پنځلس ولسي وګړي ووژل شول.

ښاغلی راشدي دا په نورستان کې څوم ځلې ډليزه ولسي وژنه بولي او وايي چې دوي دولسي وګړو بيا بيا وژنې دفتر تړلو ته اړويستلي.

((دا څلورم وار دی چې بې ګنا خلک وژل کيږي ،اوس زموږ بله دحل لار نشته،احتجاج مو ډېر وکړ خو څوک مو خبره نه اوري.
ريس جمهور نه نيولې يونما ،حقوق بشر دې ټولو ته لاړو اوس راته بله لار نه ده پاتي غير له دې چې خپلې دفترې وتړو او کورته لاړشو.))

دنورستان والي تميم نورستانی هم وژل شوي اوټپي کسان له يو مخې ولسي وګړي ښئ او وايي چې په مړو اوټپيانو کې دښځو او کوچنيانو په ګډون دهغه ځای دکلينک ډاکټران هم شته :

((پيښه داسې ده چې دبيلې له سيمې دولسوالۍ پر لور خلک روانو وو بمبارپرې شوی پنځلس کسه شهيدان شوي او اوه نور ټپيان دي.
په دې کې دکلينيک ډاکتران کار کونکي موټر چلونکي عادي خلک ښځې او کوچنيان هم شته.
دغلته دبهرنيو ځواکونو دقرار ګاه سره نژدې يو کلينيک او څه دوکا نونه وو .

دې خلکو ته ويل شوي وو چې دعملياتو نه دبچ کېدو په موخه دې سيمه پرېږدي دوي ګاډو ته ختلي کله چې ولسوالۍ ته نژدې شوي بمبار پرې شوی او وژل شوي.))

ايساف دپرون په څير دولسي وګړو مرګ ژوبله نه مني او وايي چې په بمبار کې وسلوال په نښه شوي دي .

دايساف دمطبو عاتي دفتر يوه چارواکي بې بې سې ته ويلي چې دشو ادعاوو پلټنه به کوي .

بل پلو دسوېلي ولايت هلمند امنې قومندان محمد حسين انډېوال وايي دموسې کلا په ولسوالۍ کې دطالبانو يو ځواکمن قومندان ملا عبدالخالق دنورو نهو کسانو سره پخپل لاس دښخ شوو بمونو ښکار گرځيدلي دي.

که څه هم دهلمند چارواکي ددغه طالب قومندان پر وژنه ټينګار کوي خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف (احمدي) دملا عبد الخالق مړينه نه مني .

تردې وړاندې دوه وارې افغان چارواکو ددغه طالب قومندان دوژلو ادعا کړې وه .

دکابل کندهار پر لويه لار دزابل په ولايت کې د وسلوالو طالبانو بهرنيو ځواکونو ته دپنځه مال وړونکو سربيره د پوليسو ددرې ګاډو دسوځولو ادعا کړې .

دزابل چار واکي دڅلورو باروړونکو ګاډو مني خو دپوليسو دموټرو سوځيدل نه مني.

دفراه ولايت په دلارام کې وسلوالو طالبانو دافغان پوځ پر سرتيرو برېد کړی چې چارواکي پکې ديو پوځی دوژل کيدو او درې نورو دټپي کيدو پخلی کوي.

خو طالبان دډېرو افغان پوځيانو دمړينې ادعا کوي .دبادغيس په غور ماچ ولسوالۍ کې هم وسلوال طالبان دسړک دغاړي په بمي چاودنه کې داته پوليسو دوژل کيدو دعوه کوي
خو سيمه ييز چارواکي دکاډې دويجاړېدو تر څنګ ديو پوليس دټپي کيدو پخلی کوي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت