BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:26 گرينويچ 2008 ,09 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کرزى: د ولسي وگړو مرگ ژوبله دې وڅېړل شي
 

 
 
د تېرې يکشنبې په ورځ د ننگرهار پر هسکه مېنه د ايتلافي ځواکونو په بمبار کې ټپي شوى ولسي وگړى
په دغه هوايي بريد کې د زوم او ناوې په گډون تر ٣٠ ډېر ولسي وگړي وژل شوي دي .
افغان ولسمشر حامد کرزي په ننگرهار ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې د څېړنې په اړه د يو کمېسيون د جوړېدو امر کړى دى .

په دغه کمېسيون کې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د يو شمېر لوړ پوړ چارواکو سربېره د ولسي او مشرانو جرگې يو شمېر غړي هم شامل دي .

دغه کمېسيون به د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د دقيقې شمېرې په اړه د خپلو پلټنو پايلې ولسمشر ته وړاندې کړي .

د تېرې يکشنبې په ورځ د ننگرهار شينوارو د هسکې مېنې په سيمه کې ايتلافي ځواکونو بمبار وکړ، چې د چارواکو په وينا په کې ډېر شمېر ولسي وگړي مړه او ژوبل شول .

د ننگرهار ولايت په شينواري ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې د څېړنې ټاکل شوى کمېسيون به سر له ننه (چهارشنبه) خپل کار پيلوي .

دغه تحقيقاتي کمېسيون د افغانستان د دفاع او کورنيو وزارتونو، ملي شورا او يو شمېر نورو دولتي لوړ پوړ چارواکو څخه جوړ دى .

کمېسيون به د خپلې څېړنې په ترڅ کې دا په ډاگه کړي چې په نښه شوي کسان ريښتيا هم د امريکايي ځواکونو په ادعا اورپکي ول او که د ځايي اوسېدونکو په وينا هغه ولسي وگړي وو، چې په يوه واده کې سره راټول شوي ول .

د دغه کمېسيون يوه غړي ببرک شينواري بي بي سي ته وويل دوى به خپل د سترگو ليدلى حال او څېړنې ولسمشر ته وړاندې کړي .

د ښاغلي شينواري په وينا، دغه کمېسيون به د يوې اوونۍ په ترڅ کې خپل کار بشپړ کړي .

د رپوټونو ترمخه، د تېرې يکشنبې په ورځ د ايتلافي ځواکونو په شوي بري کې د ځايي اوسېدونکو په وينا د زوم او ناوې په گډون تر ٣٠ ډېر ولسي وگړي وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

تر دې يوه ورځ وړاندې په يوه بل ورته بريد کې په نورستان ولايت کې هم د ځايي چارواکو په وينا بهرنيو ځواکونو څه باندې ٢٠ ولسي وگړي ووژل .

ولسمشر حامد کرزي د هغې پېښې د پلټنې امر هم وکړ، چې تر دې دمه يې لا پايلې ن هدي په ډاگه شوې .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د وادۀ خوشالي په وير واوښته
06 جولاى, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت