BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 22:15 گرينويچ 2008 ,11 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
نورستان: طالبانو پربرگ متال بريد کړى دى
 

 
 
نورستان
نورستان دافغانستان يو غرنى ولايت دى او د پاکستان له پولې سره څيرمه پروت دى چې په دې وروستيو کې د افغان او طالب ځواکونو ترمنځ دجنگ جگړو پر ډگر اوښتى دى
د افغانستان د نورستان ولايتي شورا وايي که افغان دولت داورپکو په وړاندې جگړه کې د برگ مټال ولسوالۍ له خلکو سره مرسته ونکړي، د څلور ورځو راهيسې سخته جگړه به ولسوالۍ ددوى له ولکې وباسي .

د برگ مټال ولسوالۍ له پاکستان سره ٨٠ کيلو مټر ه اوږده پوله لري ، او د چارواکو په وينا د طالبانو لپاره له پوځي اړخه ډير ارزښت لري .

د ولايتي شورا مشر رحمت الله راشدي له بي بي سي سره په خبروکې گواښنه وکړه که ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولويږي دهغوى فشار به بيا د ولايت پر مرکز هم خپل سيورى وغوړوي .

دپاکستان له پولې سره څيرمه د نورستان په ولايت کې دغه ولسوالۍ ستراتيژيک پوځي ارزښت لري.

چارواکي وايي چې اورپکي په اسانۍ کولى شي چې دې ولسوالۍ ته د پولې د دواړو غاړو له اوږدو څخه تگ راتگ وکړي .

د ختيځ ولايت نورستان د ولايتي شورا مشر رحمت الله راشدي پر افغان دولت غږ کړى چې دغې ولسوالۍ ته پوځي مرستې واستوي چې دوى د اورپکو په وړاندې دمقابلې جوگه شي:

((دڅلور ورځو راهيسې جگړه روانه ده ، نه دولت له خوا مرسته شوې ده او نه د
نړيوالو ځواکونو له خوا ،دا ولسوالۍ ٨٠ کيلو مټره له پاکستان سره پوله لري .

دا پوله د تگ راتگ لپاره پرانيستې ده . طالبان غواړي چې د برگ مټال ولسوالۍ ونيسي او که دا کار وشي دوى کولى شي چې د نورستان د ولايت پر مرکز فشار واچوي .))

ښاغلى راشدي وايي چې دافغانستان د کورنيو چارو د وزارت سربيره يې نړيوالو ځواکونو او افغان ولسمشر ته خپله انديښنه وړاندې کړې ده خو چا تر اوسه مثبت ځواب نه دى ورکړى .

ولايتي شورا وايي سيمه ييزو خلکو گواښنه کړې که افغان دولت مرسته ونکړي دوى به له وسله والو طالبانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره خبرو ته کيښني .

ښاغلي راشدي په دې ولسوالۍ کې د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې دکورنيو طالبانو سر بيره بهرني جنگيالي هم په دې بريد کې ونډه لري .

نورستان د پاکستان له پولې سره نژدې پروت دى او داسې ښکاري چې په ډيريدونکي ډول د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د مخامخ جگړو او تاوتريخوالي پر ډگر اوښتى دى، او دا په سيمه کې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې لامل گرځېدلې ده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت