BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:43 گرينويچ 2008 ,12 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د نورستان په برگ متال کې جگړه لا دوام لري
 

 
 
نورستان
دپاکستان له پولې سره څيرمه د نورستان په ولايت کې دغه ولسوالۍ ستراتيژيک پوځي ارزښت لري .
د نورستان ولايت چارواکي وايي چې پر سرحدي برگ متال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد دوام لري .

د نورستان ولايت د ولايت مرستيال عبدالحليم بي بي سي ته وويل چې له طالبانو سره افغان پوليسو يو بهرنى سرتېرى وژلى دى .

د ده په وينا ښايي چې دغه بهرنى وژل شوى عرب وى .

د نورستان د ولايت مرستيال ويلي افغان پوليسو له طالبانو سره د تړاو په تور څلور نور کسان نيولي دي .

دى وايي چې په دغو نښته کې ' څو' پوليس هم لادرکه شوي دي او په برگ متال کې د امنيتي سرتېرو مرستې ته نور پوليس هم ور استول شوي دي، چې په وينا يې دغه پوليس د خرابې لارې له امله د برگ مټال ولسوالۍ ته لا نه دي رسېدلي .

ښاغلي عبدالحليم خبر ورکړى چې که افغان دولت سيمې ته نور پوځيان ونه لېږي، ښايي چې ياده شوې ولسوالۍ د دولت له واکه ووزي .

په کونړ کې عمليات

له بلې خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان د ختيځ ولايت کونړ په ماڼوگۍ ولسوالۍ کې يې درې بهرني سرتېري وژلي دي .

طالبان وايي چې د ناټو د سرتېرو له وژل کېدا وروسته بهرنيو ځواکونو سيمه بمبار کړه .

ناټو هم د افغانستان په ختيځ کې د خپلو پوځي عملياتو خبره منلې ده، خو د خپلو سرتېرو د وژل کېدا په اړه يې لا څه نه دي ويلي .

کونړ د افغانستان په ختيځ کې يو له هغو ناامنه ولايتونو څخه دى چې هر وخت ترېنه د جنگ جگړو خبرونه ورکول کېږي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د وادۀ خوشالي په وير واوښته
06 جولاى, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت