BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:22 گرينويچ 2008 ,16 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغانستان په ختيځ کې د ٣٥ اورپکو وژل کېدل
 

 
 
نورستان
د وانت ولسوال وايي :'' تر اوسه عوامو ته اجازه نشته چې خپل مړي يوسي په ښکاره شپږ اته کورونه سوځېدلي او نور ډېر ويجاړ شوي دي .''
د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په ختيځ کې يې لږ ترلږه ' ٣٥ وسله وال' وژلي دي .

که څه هم په نورستان په وانت کې لا جګړه پاېې ته نه ده رسېدلې خو ايساف ديوې خبر پاڼې له لارې ديکشنبې ورځې راهيسې تر اوسه د ٣٥ وسله والو د وژنې ويلي دي .

د ايساف په وينا کې راغلي چې د اورپکو نهه مرکزونه هم ويجاړ شوي دي .

خو وسله وال طالبان وايي د دوى يوازې پنځه کسه مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي .

د نورستان د وانت ولسوال چې له دوه ورځو نظر بندۍ را خلاص شوی وايي چې يوشمېر کورونه او دجګړې سيمې ته څېرمه هټۍ هم سوځېدلې . ولسوال ضياوالرحمن بي بي سي ته وويل تر اوسه لا مړې پر ځای پاتې دي :

''تر اوسه عوامو ته اجازه نشته چې خپل مړي يوسي په ښکاره شپږ اته کورونه سوځېدلي او نور ډېر ويجاړ شوي دي .''

په داسې حال کې چې د نورستان د ولايتي شورا ريس رحمت الله راشدي د ډېر شمېر ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبره کوي، خو د نورستان د والي سکرتر وايي تر اوسه ېې دڅلورو ملکي وګړو د وژنې او د همدومره نورو دټپي کېدو خبر تر لاسه کړی دى .

که څه هم ولسوالۍ ته تلونکې راتلونکې ټولې لار ې تړلې خو په ګاونډ کې پرتې دکونړ دماڼوګي ولسوالۍ ته ګڼ شمېر کورنۍ په پټو لارو راکډه شوې .

له راکډه شوو کسانو يوه تن بي بي سي ته وويل چې دخورا ک څښاک هېڅ هم نه لري او نه بېرته خپلو مېنو ته ستنېدلی شي :

'' دوه سوه کډې را غلي درې ورځې مو مقاومت وکړ هېڅ دسر پناه ځای نشته، د ننګلام نه زموږ تر کلي پورې لس کيلومتره لار ده په دې غاړو کې پراته يو ماشومان په ډېر بد حالت کې دي .
دشيني ګام خواته هم ډېرې کورنۍ بې ځايه پرتې دي .''

د نورستان په وانت حالات وروسته له هغه کړکېچن شول چې د دې اوونۍ په سر کې دغلته د ايساف امريکايي سرتېرو پر هډه وسله وال طالبان ورغلل او د ايساف د شمېرو تر مخه نهه سرتېري يي مړه او پنځلس نور ټپيان شول چې دا د ٢٠٠١ کال راهيسې په جګړو کې د بهرنيو سرتېرو په يوه ځل تر ټولو لوى زيان بلل کېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت