BBCPashto.com

12:07 گرينويچ 2008 ,16 جولاى

نعمت الله کرياب
له کونړ څخه

د وانت وايگل ولسوالي بېرته دولت ونيوله

د څلورو ورځو جګړو بمباريو او ډېرو ځاني تلفاتو وروسته له طالبانو د وانت ولسوالي بېرته له لاسه ووتله .

طابانو وروسته له هغې ولسوالي ونيوله چې تېره ورځ ايساف او افغان پوځيان له دغې سيمې را ووتل .

ددغه ولايت په برګمټال کې هم طالبان او اوفغان پوليس په جګړه لګيا دي .

د نورستان د والي سکرتر عمر سميع تازه بي بي سي ته وويل ولسوالي وروسته له هغې د دوى له ولکې ووته چې بهرني ځواکونه له سيمې ووتل .

ښاغلی تازه وايي که له پوليسو درنه وسله د ايساف ځواکونو نه وای اخيستې ښايي ولسوالي د طالبانو لاس ته نه وی لوېدلې :

'' ولسوالي او س (سهار) د طالبانو په لاس کې ده پرون څلور بجې ايتلافي ځواکونه له دغه سيمې راووتل، زموږ له پوليسو ېې درنه وسله هم اخيستې . يوازې شل کلاشينکوفونه ورسره وو، مقاومت يې نشو کولی نو يو تاکتيکي پر شا تګ يې کړی .''

وسله وال طالبان هم د ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي، خو د نورستان د والي وياند رضوان عادل وايي دچارشنبې په ناوخته ېې دسيمه ييزو خلکو په مرسته د تازه ور رسېدليو پوليسوپر مټ ولسوالي بېرته نيولې ده :

'' پرون څلور نيمې بجې چې امريکايان ووتل نو دشپې په اته بجو ولسوالي طالبانو لاس ته ورغلې وه، خو نن ١٢ بجې د محل دخلکو په همکارۍ بېرته ولسوالي له طالبانو ازاده شوه او د افغانستان ملي بيرغ پکې اوس ځوړند دی .''

ايساف وايي ځواکونه يې له دغې سيمې راوتلي، خو د دغو ځواکونو وياند مارک ليتي دا د پوځيانو لنډمهاله راوتنه بولي او وايي چې په سيمه کې به خپل پوځي شته والی وساتي .

د نورستان د وانت وايګل په دغه ولسوالۍ کې د ايساف د امريکايي سرتېرو پر مورچو د تېرې يکشنبې په ورځ چې تازه دغې سيمې ته ورغلي او د امنيت له پلوه يې ځانونه ښه نه وو سمبال کړي د طالبانو يوه لويه ډله ورغله .

ايساف په دغه بريد کې د ١٩ بهرنيو او افغان سرتېرو د ټپي کېدو سربېره د نهه ايساف سرتېرو د وژنې خبر ورکړی و.

وانت وايګل د نورستان د مرکز پارون سره نژدې پرته غرنۍ سيمه ده چې يوازې دکونړ د ماڼوګي ولسوالۍ سره ځمکنۍ لاره لري .