BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:55 گرينويچ 2008 ,28 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په کابل کې د روح الله نيکپا تود هرکلى وشو
 

 
 
نيکپا په کابل کې
د المپيک د تاريخ په لوبو کې دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د تکواندو لوبغاړى روح الله نيکپا د زيړو مډال اخلي.

روح الله نيکپا ته د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د حکومت او ځينو خصوصي شرکتونو له لوري د لسگونو زرو ډالرو په ارزښت نغدې پيسې او نورې جايزې ورکړل شوې .

ښاغلي نيکپا د چين په پلازمېنې پيکنگ کې د المپيک په سياليو کې افغانستان ته په لومړي ځل د زيړو مډال وگاټه.

په دغو لوبو کې د يوې ښځينه لوبغاړې په گډون د افغانستان څلورو لوبغاړو
د تکواندو او ځغاستې په برخو کې گډون کړى و.

د المپيک د تاريخ په لوبو کې دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د تکواندو لوبغاړى روح الله نيکپا د زيړو مډال اخلي.

د نوموړي الوتکه د سهار په نهو بجو د کابل هوايي ډگر ته را ښکته شوه. د ښاغلي نيکپا د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډگر ته د حکومتي چارواکو ترڅنگ گڼ لوبغاړي او د کابل ښاريان ورغلي و او د گلو د گيډيو په ورکولو يې هغه ولمانځه.

د دغه افغان لوبغاړي د هرکلي لپاره د کابل په غازي لوبغالي کې ځانگړې غونډه جوړه شوې وه.

د دغو مراسمو په ترڅ کې ښاغلي نيکپا ته د ولسمشر حامد کرزي ، د المپيک د ملي کميټې او د ځينو خصوصي شرکتونو له لوري د لسگونو زرو ډالرو په ارزښت نغدي او نورې جايزې ورکړل شوې.

 افغان لوبغاړى روح الله نيکپا د چين په پيکينگ ښار کې د تېکواندو د٥٨ کيلو ګرامه وزن په سياليو کې جرمني، برتانيا او هسپانيې ته په ماتې ورکولو د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لومړى د زيړو مډال وګاټه.
 

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي وويل په دغو لوبو کې افغان لوبغاړي ښه وځليدل او لاسته راوړنې يې د قدر وړ دي:

(( هېڅ کله داسې تصور نه کيده ، هغه خلک چې ٣٠ کاله په تاوتريخوالي او بدمرغيو کې وو يو ځل بيا وکړاى شي په بيجينگ کې د المپيک په نړيوالو سياليو کې له څلورو کلونو وروسته برخه واخلي. د المپيک په لوبو کې زموږ د لوبغاړو گډون زموږ د ملت لپاره تر ټولو لوى بريا ده.))

د المپيک په لوبو کې د گډون په موخه له افغانستان نه د ځغاستې او تکواندو په برخو کې د يوې ښځينه لوبغاړې په گډون څلور لوبغاړي بلل شوې وو چې په دغو سياليو کې يوازې يوه کس د زيړو مډال واخيسته.

د المپيک په لوبو کې د تکواندو د برونز مډال گټونکي روح الله نيکپا له حکومته وغوښتل چې د سپورت په برخې کې دې لوبغاړو ته ډيرې آسانتياوې برابر کړي.

(( هيله مند يم چې د هيواد دولتي چارواکي د ځوانانو د ودې او سوکالۍ لپاره شرايط او امکانات برابر کړي چې د افغانانو ځوانانو لپاره د ترقۍ او پرمختگ چانس برابر شي. ))

افغان لوبغاړى روح الله نيکپا د چين په پيکينگ ښار کې د تېکواندو د٥٨ کيلو ګرامه وزن په سياليو کې جرمني، برتانيا او هسپانيې ته په ماتې ورکولو د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لومړى د زيړو مډال وګاټه.

د ٢٠٠٨ کال د المپيک په لوبو کې د شاوخوا٢٠٠ هيوادونو لوبغاړو برخه لرله چې افغانستان د زيړو ديوه مډال په گټلو د گټونکو هيوادونو په لست کې ٨١ ځاى خپل کړ.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت