BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:36 گرينويچ 2009 ,19 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
مک کرنن: ‎د ولسي وګړو په مرګ ژوبله بښنه غواړم
 

 
 
مک کرنن: ‎د ولسي وګړو په مرګ ژوبله بښنه غواړم
د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردگ چې د ايساف ځواکونو له عمومي قومندان سره يې يوې گډې خبري غونډې ته وينا کوله و ويل چې ددې ستونزې د هواري په موخه به يو لړ پراخې چارې تر سره کړي .

بله غاړه د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ مک کرنن يو ځل بيا د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې په برخه کې بښنه وغوښته خو دا خبره يې هم وکړه چې کله کله د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوي ستونزمنه چاره گرځي .

د ايساف قومندان او د افغانستان ددفاع وزير دواړو ويل چې روان ميلادي کال له ننگونو ډک يو کال دى،د افغانستان ددفاع وير عبد الرحيم وردگ وويل چې د مخالفو ځواکونو ځواکمنيدو دوى له ستونزو سره لاس او گريوان کړي دي، ښاغلي وردگ وويل چې وسمهال مخالف ځواکونه د گخوا په پرتله ښه سمبال دي او د بهرنيو جنگياليو شميره هم په کې ډيره شوې ده.

ښاغلي وردگ وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو د خوندي کولو لپاره يوه تگلاره داده زچې د طالبانو له خوا نيول شوي ولسوالۍ بيرته د حکومت په ولکه کې راولي:

(( د ولسواليو نيول هيڅ ستونزه نه لري خو دومره سرتيري نشته چې هلته پاتې شي،د د اردو دنده نه ده چې دغه سيمې وساتي بايد چې پوليسو ته يې وسپاري، له دې کبله ځيني سيمي شته چې د لنډ مهال لپاره د دښمن لپاره پټن ځاى گرځيدى شي موږ هيله لرو چې د اردو او پوليسو غړي ډير کړو او تر ټاکنو پورې له دغو ولسواليو څخه يو شمير يې د حکومت تر ولکې لاندې راولو)) .

 زما په اند د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې د مخنيوي يوازينۍ لاره داده، چې دښمن د ولسي وگړو تر څنگه نه وي، چې دا يوه ستونزمنه چاره ده،موږ خپل ټول پروگرامونه ارزوو چې تيروتنې له منځه يوسو او د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کچه ټيټه کړو.
 
ډېوېډ مک کرنن

ښاغلى وردگ وايي چې تر ټاکنو گورې به د ملي اردو د سرتيرو شمير٩٥ زرو ته ورسيږي چې اوس شاوخوا اتيا زره دي.

د ايساف عمومي قومندان د افغانستان او پاکستان په اړه د امريکې د نوې ستراتيژۍ په اړه خبرې وکړې،د پوځي او ناپوځي مرستو ډيرول،له افغاني ارگانونو سره مرسته او افغانانو ته د عملياتو پر مهال ډير واک ورکول د نوموړي په باور د نوې تگلارې برخې دي .

ښاغلي مکرنن د خپلو پوځونو له خوا ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې اړولو په اړه هم خبرې وکړې او په دې اړه يې خواشيني څرگنده کړه خو ويل چې کله کله د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوي اسانه کار نه وي :

(( زما په اند د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې د مخنيوي يوازينۍ لاره داده، چې دښمن د ولسي وگړو تر څنگه نه وي، چې دا يوه ستونزمنه چاره ده،موږ خپل ټول پروگرامونه ارزوو چې تيروتنې له منځه يوسو او د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کچه ټيټه کړو.

کېدى شي چې د ځينو تيروتنو لامل ناسم معلومات يا زموږ پروگرامونه وي. زه ددغه راز تيروتنو له کبله بښنه غواړم او د مخنيوي لپاره به يې هڅه کوم . ))

ښاغلي مکرنن وويل دې به له هغو هيوادونو څخه د نورو سرتيرو غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې پوځي شتون لري .

دا څرگندونې داسې مهال کيږي چې د افغانستان ددفاع وزارت په وينا د ولسمشريزو ټاکنو د خوندي کولو په موخه تياري پاى ته رسيدلې، او بهرني ځواکونه به په دې برخه کې فعال رول ولري .

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې په زمري مياشت کې ترسره شي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت