BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:43 گرينويچ 2009 ,22 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کرزی د طبيعي افتونو له زيانمنو سره مرسته کوي
 

 
 
زلزله
په دې وروستيو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د سيلاوونو او زلزلې له امله زيات شمير خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي .
افغان حکومت وايي د غويي د اتمې نيټې د جشن لپاره ټاکل شوې بوديجه يې د افغانستان د هغو ولايتونو اوسېدونکو ته ځانگړې کړې چې په دې وروستيو کې د طبيعي آفاتو له امله زيانمن شوي دي .

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ډېر ژر به پنځلس ميليونه ځانگړې شوې افغانۍ په بېلابېلو ولايتونو کې په زيانمن شويو خلکو ووېشل شي .

د ولسمشرۍ دفتر داهم وايي چى د غويي د اتمې نيټې جشن به سږ کال هم ولمانځل شي خو د تېرو کلونو په پرتله به هومره رنگين نه وي .

افغان حکومت داسى مهال د طبيعي آفاتو له امله زيانمن شويو کورنيو ته د مالي مرستو خبره کوي چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د سيلاوونو او زلزلې له امله زيات شمير خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي .

د افغان ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هروي وايي د ولسمشر حامد کرزي د لارښوونې له مخې د غويي د اتمې نيټې جشن لپاره ځانگړى شوى بوديجه به د يو پلاوي لخوا په بيلابيلو ولايتونو کې په زيانمن شويو خلکو وويشل شي .

د غويي اتمه لمانځل کېږي، خو ...
 د دولتي ټولنو لخوا يو پلاوى ټاکل شوى چى دغه پيسې به زيانمن شويو ولايتونو ته رسوي . د غويي اتمه نيټه به ولمانځل شي خو د تيرو کلونو په پرتله به دومره شانداره نه وي .
 
سيامک هروي

ښاغلى سيامک زياتوي سږکال به د غويي د اتمې نېټې جشن هم ولمانځل شي خو د تيرو کلونو په پرتله به دومره شانداره نه وي :

(( د تېرو کلونو په څېر چې په دې لاره ډېرې پيسې لگېدلې، سږ کال به هغومره ونه لگول شي ، دغه پيسې به د سيلابونو او زلزلې له امله زيانمن شويو خلکو ته ورکړل شي . هغه پنځلس ميليونه افغانۍ چى د جشن جوړولو ته ځانگړي شوي هغه به د طبيعي حوادسو زيانمن شويو ته وويشل شي .

د دولتي ټولنو لخوا يو پلاوى ټاکل شوى چى دغه پيسې به زيانمن شويو ولايتونو ته رسوي . د غويي اتمه نيټه به ولمانځل شي خو د تيرو کلونو په پرتله به دومره شانداره نه وي .))

دغه مالي مرستې به د ننگرهار ، بدخشان ، بلخ ، نورستان او هغو نورو ولايتونو پر اوسيدونکو چى د طبيعي آفاتو له امله زيانمن شوي دي ووېشل شي .

د حکومت نېک ګام

تېرکال د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سيلابونو له کبله زيات شمير خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل او ترڅنگ يې په دې وروستيو څو ورځو کې د ختيځ ولايت ننگرهار په شيرزاد ولسوالۍ کې هم د پرلپسې دوه و زلزلو له امله په سلگونه کورونه وران او ترڅنگ يې زيات شمېر خلک مړه او ټپيان شول .

په همدې حال کې د افغانستان د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي د حکومت له دغه گامه خوښ دي او د هغه ستاينه کوي .

که څه هم په تېرو کلونو کې د افغانستان ځينو هغو ولايتونو ته چى د طبيعي آفاتو له کبله زيانمن شوي د دولتي او نادولتي ټولنو لخوا ځينې مرستې رسېدلې .

خو دا لومړۍ ځل دى چى افغان حکومت د غويي د اتمې نيټې جشن لپاره ځانگړې شوې بوديجه پر زيانمن شويو خلکو وېشي ، زيات شمېر خلک وايي که چېرې له دې وروسته حکومت د خلکو ورته ستونزو ته پاملرنه وکړي او د بې ځايه لگښتونو مخه ونيسي نو تر ډېره به د حکومت او خلکو تر منځ رامنځته شوى واټن لنډ او د خلکو ځپل شوي زړونه به ښه کړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت