افغان حکومت: د سولې خبرې له موږ سره په همغږۍ کېږي

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image caption افغان چارواکي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي کېدونکې خبرې له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي.

افغان چارواکي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي کېدونکې خبرې له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي. بله خوا طالبانو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په قطر کې د امریکا له یوې ډيپلوماتې سره مخامخ ناسته کړې وه او اوس د دغې ډلې سرچینو رویټرز ته منلې چې طالبان بلې ورته غونډې ته په چمتوالي بوخت دي.

د طالبانو دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پلاوي مشري به د طالبانو د قطر د دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی کوي او دواړه لوري به د بندیانو پر تبادلې هم خبرې کوي.

طالبانو رویټرز ته ویلي، که یې د خبرو په اړه امریکایي لوری جدي او رښتینی وي، بل پړاو خبرو ته به هم لاره هواره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، د امریکا له خوا د سولې هر ډول هڅې د افغان حکومت په همغږۍ مخ ته ځي. د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي هیله ښيي چې د سولې دا ډول هڅې به پایله ولري.

د امریکا متحده ایالات ټول مسائل له مونږ سره په همغږۍ مخ ته بیایي، که چېرې امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړي، زمونږ له سترګو به هیڅ هم پټ نه وي، هر څه په همغږۍ ترسره کېږي، انشاالله هغې سولې ته به ورسیږو چې باور پرې لرو.

طالبانو په تېره جولای میاشت کې په قطر کې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وتلې دیپلوماتې الیس ویلز سره خبرې تائید کړې وې.

د امریکا دفاع وزیر 'له طالبانو سره د سولې خبرو ارزولو' لپاره کابل ته تللی

کابل ته د متیس سفر؛ "ځینې طالبان سولې ته لېواله دي"

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې له امریکا سره د راتلونکو خبرو په اړه چمتوالی نه رد او نه هم تائیدوي.

د افغانستان د شخړې د هواري په موخه له امریکا سره خبرې هغه څه دي چې څو ځله یې طالبانو غوښتنه کړې وه. د سولې په ټینګښت کې د امریکا ترڅنګ د ګاونډي هېواد پاکستان رول هم ګټور یادیږي.

امریکا تېره اونۍ پر اسلام اباد درې سوه میلیونه ډالره مرسته د دې لپاره بنده کړه چې د دوی په باور دغه هېواد له ترهګرۍ سره هغسې مبارزه نه ده کړې چې تمه یې کېده.

Image copyright AFP/GETTY IMAGES
Image caption طالبانو په تېره جولای میاشت کې په قطر کې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وتلې دیپلوماتې الیس ویلز سره خبرې تائید کړې وې.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، دوی هیله من دي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو دا ډول فشارونه پایله ورکړي.

مونږ هیله من یو چې د سیمې هېوادونه یا هر هغه هېواد چې په یوه ډول سره د ترهګرو ملاتړ کوي، له دې کاره لاس په سر شي، هیله لرو چې په دې برخه کې د امریکا فشارونه هم پایله ورکړي او مونږ ژر تر ژره دغه پایله ووینو