اپرېدی پکتیا، کرېس ګېل بلخ او راشد خان کابل ته لوبېږي

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image copyright Getty Images
Image caption د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې شاهد اپرېدی د پکتیا، کرېس ګیل د بلخ او راشد خان د کابل لوبډلې له پاره لوبېږي.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو له پاره په دوبۍ کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا مزایده یا بولي نن ترسره شوه.

شاهد اپرېدی د پکتیا لوبډلې، راشد خان د کابل لوبډلې، اندری راسل د ننګرهار لوبډلې، برنډن مککلم د کندهار لوبډلې او کریس ګېل د بلخ لوبډلې واخیست.

محمد نبي د بلخ لوبډلې، محیب ځدران د ننګرهار لوبډلې، اظغر افغان د کندهار لوبډلې، شهزاد محمدي د پکتیا لوبډلې او حضرت الله ځاځی د کابل لوبډلې واخیست.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې په هره لوبډله کې به لس کورني او ۷ بهرني لوبغاړي شامل وي.

هرې لوبډې کولای شوای چې تر شلو پورې لوبغاړي وپیري.

ټاکل شوې چې په هره لوبه کې ۴ بهرني او ۷ کورني لوبغاړي لوبه کوي.

Image copyright ACB
Image caption د اې پي ایل سیالیو له پاره د کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ لوبډلې د لوبغاړو له مزایدې دمخه نړیوالو شرکتونو اخیستي وو.

د چارواکو په خبره په بهرنیو لوبغاړو کې د وېسټ انډیز نامتو وهونکی کریس ګېل، د پاکستان شاهد اپرېدی، او د نیوزیلنډ برنډن مککلم هم شامل دي.

په عربي اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ یا اې پي ایل د اکتوبر میاشتې له پنځمې نېټې پیلېږي او تر ۲۱ نېټې به دوام وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سیالۍ په رسمیت وپېژندې او د افغانستان کرېکټ بورډ ته یې اجازه ورکړه چې دغه سیالۍ ترسره کړي.

په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې سره سیالۍ کوي.

د کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ لوبډلې د لوبغاړو له مزایدې دمخه نړیوالو شرکتونو اخیستي وو.

د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپېټل، د کندهار لوبډ‌له د اېس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله وي راک موبایل، او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له خوا اخیستل شوې دي.

د چارواکو په وینا، دا سیالۍ به په نړیوالو معیارونو برابر ې وي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې د دې سیالیو په ترسره کېدو سره به د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ اې پي ایل نړیوال دریځ خپل کړي.